افغان ولسمشر حامد کرزي پرون له ځينو جهادي، سياسي او ولسي مشرانو سره په ارګ ماڼۍ کې د را روانې دوديزې لويې جرګې او له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون پر موادو خبرې وکړې. ټاکل شوې پر دې تړون په لويه جرګه کې بحث وشي.
مخکې داسې اوازې وې چې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون نهايي شوى نه دى، ځکه نو کېدى شي راروانه دوديزه لويه جرګه تر نامعلومې مودې وځنډېږي، خو د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي دغه جرګه به نه ځنډېږي.
د لویې جرګې د جوړېدو د کمیسیون ویاندې صفیې صدیقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل د جرګې د ځنډېدو خبرې يوازې يوه اوازه وه:
را روانه دودیزه لویه جرګه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پيلېږي چې شا و خوا دوه زره او پنځه سوه کسان به په کې برخه لري او څلور ورځې به روانه وي.
په دې جرګه کې به له امریکا سره پر ستراتیژیک تړون او د دولت له وسلوالو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې پر میکانیزم خبرې او بحثونه کېږي.
د جرګې د جوړولو مسوولين وايي د جرګې لپاره د نوم ليکنې بهير پيل شوى دى.
هاخوا په ولسي جرګه کې د لويې جرګې پر سر وکيلان پر دوو ډلو سره وېشل شوي، يوه ډله وايي د دې جرګې د جوړېدو مخالفت کوي او د اساسي قانون خلاف يې بولي، خو بله ډله بيا وايي د جرګې له جوړېدو سره موافق دي.
که څه هم د لويې جرګې د امنيت په برخه کې ځينې اندېښنې ولاړې شوې وې، خو افغان امنيتي چارواکي وايي د جرګې د امن لپاره يې پوره تدابير نيولي دي.