د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

نن د طالبانو د رژیم د نسکوریدو لس کاله پوره شول


په افغانستان کې د ترورزم په خلاف د مبارزې له پیل نه، چې په کې د طالبانو نظام هم نسکور کړای شو لس کاله پوره شول، خو لا هم افغانان د رامنځ ته شوي بدلون د بقا لپاره قرباني کیږي.

که څه هم په لومړي سر کې د نړیوالې ټولنې له پوځي مداخلې نه وروسته دا انګیرل کیدله، چې دا مداخله به ټولو هغو بدمرغیو ته د پای ټکې کیږدي، چې د اویاومې لسیزې کورنیو جنګونو زیږولي وو.

خو د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالکبیر رنجبر په وینا دا انګیرنه ځکه سمه ثابته نشوه، چې اداره په فساد کې ښکیله شوه.

″په ډېره خواشینۍ هېڅ خوشبین نه یم، ځکه چې په اړه اصلاً اراده هم موجوده نه ده، چې د اساسي ستونزو، خصوصاً د امنیت په برخه کې بنسټیز اقدامات وشي.

ترهغو چې موږ یو ريښه يي او بنسټیز اصلاحات په ادارې کې رانه وړو، په هېڅ ډول نه شو کولای، چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین کړو او خلک دې ته راضي کړو، چې له حاکمیت نه پلوي وکړي.″

په افغانستان کې د یوې مشروع ادارې رامنځ ته کول، د بشر د حقوقو او په تیره بیا د ښځو د حقوقو خوندي کول هغه مواد وو، چې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې په اجنډا کې شامل وو.

د نړیوالې ټولنې په فعالیتونو د ځینو انتقادونو سره سره بیا هم ځینې اهداف، چې په کې د خلکو په رایو د یو مشروع نظام رامنځ ته کول، انجونو ته د زده کړې او ښځو ته په ټولنه کې د فعالیت امکانات برابرول شامل دي ترلاسه شوي.

په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې د ښځو په ژوند کې مهم بدلون راغلې، چې د یو شمیر میرمنو په وینا دوی ته هیله بښونکي دي.

″موږ لمر په دوه ګوتو نشو پټولی، زموږ په ژوند ډیر ښه پرمختګونه راغلي او زه خپله د کور په یو کنج کې ناسته وم، خو اوس دا دی په یوه اداره کې عمومي مدیره یم، وګوری یو وخت و، چې موږ یوه مړی ډوډی نه درلوده، ولې اوس وګوری چې څومره مو ژوند تغیر کړی.″

خو له دې سره سره دا پرمختګونه د هېواد په محدودو سیمو کې محسوس دي او لرې پرتې سیمې لا هم خپل پخوانې حالت لري، چې په کې د بیارغونې، د بشر د حقوقو او د ښوونې په برخه کې کار نه دی شوی.

په افغانستان کې د رامنځ ته شوي بدلون یو اساسي علت په امریکا د سپټمبر د یولسمې نیټې ترورستي حملې بلل کیږي.

په دې حملو کې، چې له دریو زرو زیات کسان په کې ووژل شول د امریکا مشران اړ کړل، چې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې په خلاف یو نړیوال ایتلاف رامنځ ته کړي.

د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبیلو بوش د دې ایتلاف د جوړولو په درشل کې د نړۍ له هیوادونو وغوښتل، چې د ترورزم په ځپلو کې یو موټې شي.

″مونږ باید ترور ختم کړو، له ټولو هیوادونو غواړو، هغه څه یې چې په توان کې دي، د دغو قاتلانو د مخنیوي لپاره دې کار ترې واخلي.″

که څه هم په افغانستان له حملې مخکې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف طالب واکمنانو ته فرصت ورکړ، چې اسامه دوی ته وروسپاري، خو د هغوې له خوا رد شوه.

خو اوس په دې ټینګار کیږي، چې د ترورزم اصلي ریښې له افغانستانه بهر دي او تر هغو، چې دا مرکزونه له منځه ولاړې نه شي امنیت نه شي ټینګیدای.

دا، چې نړیواله ټولنه د ترورزم په خلاف خپله روانه مبارزه کوم لور ته بیایي اوس یې اټکل ګران دی، خو په دې وروستیو کې په پاکستان فشارونه زیات شوي، چې په خپله خاوره کې د دوی مرکزونه له منځه یوسي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG