د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

″واشنګټن غواړي د ارام سمندر له سیمې سره تړاو ټینګ کړي″


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د جغرافیوي موقیعت له مخې امریکا خیتځ او لویدیځ ته مخ ده، خو د لسیزو راهېسې یې بهرنۍ پالیسي تر ډیره د اروپا خواته رهبري شوې ده.

په داسې حال چې واشینګټن هڅه کوي، په خپله بهرنۍ پالیسې بیا کتنه وکړي، په هاوای کې د وینا پر مهال هیلري کلینټن وویل:

″یویشتمه پیړۍ به د امریکا د پسفیک یا ارام سمندر پیړۍ وي، دا به دې مهمې، خوځنده او پیچلې سیمې ته د لاس رسي او شراکت یوه بې سارې دوره وي.″

د اسیا پسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې تر څنګ په خبرو کې میرمن کلینټن وویل، امریکا غواړي چې د اسیا لپاره د ارم سمندر اغاړه د اړیکو یو هماسې سیستم جوړ کړي چې د اطلس سمندر پورې غاړه یې له اروپا سره لري.

هیلري کلینټن وویل، امریکايي سوادګر د اسیا په مارکیټونو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نورو فرصتونو په لټه کې دي.

د کلینټن دې وینا د امریکا د پالیسۍ په تمرکز کې هغه بدلون اعلان کړ، چې د بارک اوباما د ادارې په لومړیتوبونو کې وو.

ویل کېږي، چې د اټلانټیک پورې له اروپايي هیوادونو سره د امریکا ښکلیتیا د سړې جګړې له مهاله پاتې ده او د افغانستان او عراق تر جګړو یې دوام کړی.

خو په وروستۍ وینا کې میرمن کلینټن روښانه کړه، چې واشینګټن غواړي د ارام سمندر له سیمې سره تړاو ټینګ کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو هدف ټاکلی دی چې تر ۲۰۱۵ م کال پورې د ختیځې اسیا مارکیټونو ته د امریکا صادارات دوه برابره کړي.

تیر کال د ارام سمندر پرغاړه اسیايي هیوادونو ته د امریکا صادارات درې سوه شل میلیارده ډالرو ته رسیدل چې په امریکا کې یې اته سوه پنځوس زره کسانو ته د کار زمینې برابرې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل د اسیا پسیفیک سیمه د نړۍ د ستراتیژیک او اقتصادي ثقل په مرکزد بدلیدو په حال کې ده او په دې توګه یوه محوري ټکی دی.

موږ کار کوو، چې ابتکاري ټیکنالوژۍ خوندي کړو او د نا سالم رقابتي چلن له منځه یوسو. چین باید اجازه ورکړي، چې پولي واحد یې په چټکۍ خپل ارزښت زیات کړي.

کلنټن

د اسیا په اقتصادي وده کې چین لویه ونډه لري او د میرمن کلینټن ډيرې خبرې هم د بیجینګ لورې ته متوجې وې.

نوموړې وویل، د امریکا متحده ایالات د چین د ځلیدو هرکلی کوي او دا هم د چین او هم د امریکا په ګټه دي، خو ویې ویل:

″چین اړتیا لري، چې باید د اصلاحاتو لپاره ګامونه پورته کړي، په ځانګړې توګه موږ له چین سره کار کوو، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او نورو بهرنیو کمپنیو په وړاندې غیرې عادلانه تبعیض پای ته ورسوي.

موږ کار کوو، چې ابتکاري ټیکنالوژۍ خوندي کړو او د نا سالم رقابتي چلن له منځه یوسو. چین باید اجازه ورکړي، چې پولي واحد یې په چټکۍ خپل ارزښت زیات کړي او هغه اقدامات باید ختم کړي؛ چې بهرنیو شتمنیو ته زیان اړوي.″

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې یوازې د چین په اړه خبرې ونه کړې، بلکې نوموړې وویل، چې واشینګټن غواړي له هندوستان او اندونیزیا سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي. نوموړې دا دوه هیوادونه د نننۍ نړۍ تر ټولو خوځنده او مهمې ډیموکراسۍ وبللې.

نوموړې همدارنګه د میانمار او ویتنام په ګډون د سیمې د یوشمیر نورو هیوادونو یادونه هم وکړه، چې د امریکا متحده ایالات ورسره د اړیکو پراختیا غواړي.
XS
SM
MD
LG