د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"د کاناډايي سرتیرو قرباني د امنیت په ټینګښت کې ګټورې وې"


په کابل کې د کاناډا سرپرست سفیر فیلپ مکینون
په کابل کې د کاناډا سرپرست سفیر فیلپ مکینون
په کابل کې د کاناډا سفیر وایي، ځواکونو یي په افغانستان کې ډیره قرباني ورکړې او په سختو شرایطو کې یي کار کړی دی.

په کابل کې د کاناډا سرپرست سفیر فیلپ مکینون د جمعې په ورځ د کاناډایي عسکر د قربانۍ په یاد غونډه کې وویل چې، دغه قربانۍ بې ځایه نه وې او د امنیت او ثبات په ټینګښت کې ګټورې تمامې شوې:

(نن موږ په یاد لرو چې کاناډایان د ازادۍ، دیموکراسۍ ،بشري حقونو او د قانون د حاکمیت لپاره ولاړ دي.

په افغانستان کې،یوسل او اته پنځوس ۱۵۸ کاناډایان وژل شوي، چې څلور ملکیان، یو دیپلومات، یو ژورنالست او دوه د انجو کارکوونکي په کې شامل دي.

دا ټول عادي کاناډایان وو، چې غیرعادي قربانیانې یې ورکړې، او موږ یي باید تل په یاد ولرو.)

د لومړۍ نړېوالې جګړې راهیسې هرکال د نومبرپه یولسمه د د کاناډا د قربانیو یاد غونډه جوړیږي،چې سږ کال په کابل کې د کاناډا سفارت په ودانۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې کاناډایي عسکرو د خپلو عنعنو له مخې قربانیانو ته د ویر مراسم ترسره کړل او د هغوي یاد یي را ژوندی کړ.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هم په هېواد کې د کاناډایي عسکرو قربانۍ وستایلې او هغه یي نه هیریدونکې وبللې.

د دفاع وزارت لوی درستیز شیر محمد کریمي وویل، چې کاناډایانو په سختو شرایطو کې په کندهار کې پوځي ماموریت پیل کړ او د کندهار د امنیت د ښه کولو لپاره یي ډیرې قربانې ورکړې:

(د افغان حکومت په استازیتوب، زه د هغو کاناډایانو په غم کې ځان شریک بولم چې په افغانستان کې یي ژوند له لاسه ورکړی او د هغوي قرباني ستایم.

دوي په ډیره خطرناکه سیمه کې سختې دندې ترسره کړې.

کندهار د دغو خطرناکه سیمو یوه برخه وه، خو نن د کاناډایي عسکرو په مرسته او ملاتړ په یوې ښې او بامنه سیمې اوښتی، نن کندهار داسې نه ده لکه شپږاوه کاله مخکې چې وو.)

په دوه زره اوشپږم میلادي کال کې کاناډایانو د افغانستان په کندهار ولایت کې پوځي ماموریت پیل کړ چې څو میاشتې وړاندې یي پوځي ماموریت پای ته ورسید اوپه ملکي بڼه واوښت.

په ملکي ماموریت کې به یي نهه سوه او پنځوس کاناډایي روزونکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ، افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

له کاناډایانو سربیره ځینو نورو بهرنیو ځواکونو هم په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې قربانۍ ورکړي، خو د ځینو کتوونکو په باور د امنیت په ټینګښت کې یي لا دغو قربانیو کوم خاص ځای نه دی نیولی.

اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG