د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

"د افغانستان ستراتیژیک تړون د هیڅ هېواد په زیان نه دی"


ولسمشر کرزي په مالدیف کې د خبرو پر مهال یو وار ټینګار وکړ، چې له هندوستان سره یي ستراتیژیک تړون او همدارنګه له امریکا سره یي ورته تړون چې په اړه یي لا خبرې روانې دي د هیڅ ګاونډي هېواد په تاوان نه دی.

پاکستان د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه په غوسه غبرګون ښودلی وو، ځکه دا هېواد ویره لري چې له دې تړون سره به د دوي مهم سیال هندوستان په افغانستان کې ډیر نفوذ پیدا کړی.

د دې تړون له مخې چې په خپل ډول کې لومړنی تړون دی چې افغانستان یي له یو بل هېواد سره لاسلیکوي، هندوستان به د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې مرسته کوي.

ځینو ویره لرله چې پاکستان ښايي د دې ستراتیژیک تړون په عکس العمل کې په افغانستان د حکومت د مخالفو وسلوالو سره خپل ملاتړ نور هم زیات کړي.

ولسمشر کرزي په مالدیف کې د جنوبي اسیا د هېوادونو مشرانو ته په وینا کې وویل، له هندوستان سره د ستراتیژیک تړون او له امریکا سره د ورته ټړون چې ټاکل شوې په راتلونکې کې لاسلیک شي هدف په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.

نوموړي ټینګار وکړ او ویې ویل: غواړي ګاونډېوهېوادونو ته ډاډ ورکړي هغه تړونونه چې تراوسه افغانستان لاسلیک کړي او یا له دې وروسته یي لاسلیکوي په هیڅ ډول د ګاونډیو په زیان یا خلاف نه دي.

د جنوبي اسیا یا سارک د هېوادونو مشرانو ته د ولسمشر حامد کرزي له خبرو د مخه د هندوستان صدراعظم من موهن سینګ او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې کانفرانس په یو څنګزنه غونډه کې خپلو کې خبرې وکړې.

له دې لیدنې وروسته من موهن سینګ وویل، د دې وخت را رسیدلی چې دواړه هېوادونه د یوبل پر ضد د شدیدو او په زهرو لړولو الفاظو کارول زر تر زره پای ته ورسوي او په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

ولسمشر کرزي د دې دواړو مشرانو ترمنځ د لیدنې هرکلۍ وکړ او ویي ویل هیلمند دی چې د ښه نیت او باور د رامنځ ته کول دا ډول نمونې په جنوبي اسیا کې په یوې همیشنۍ قاعدې بدلې شي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده او د دې اقداماتو لپاره باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي ختمه شي.

مرکه:

پر همدې مسئله صالح محمد صالح د سياسي چارو له کارپوه احمد سعيدي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى:

ولسمشر کرزى هڅه کوي د دغو ستراتيژيکو تړونو په برخه کې د کومو هېوادونو اندېښنې کمې کړي؟

دغه مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG