د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

دهومي: مذهبي افراطيان د بدلون وړ دي


سداناند دهومي
سداناند دهومي
سداناند دهومي د وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې خبريال دى، څه موده مخکې يې د افراطيت د ظهور او روان بهير په باب له ازادۍ راډيو سره په يوه مرکه کې خبرې وکړې. ده وويل چې راديکال يا افراطي مسلمانان د بدلېدو وړ دي خو په دوي کې داسې کسان هم شته چې مذاکره ورسره ممکنه نه ده.

په نړۍ کې د مذهبي افراطيت مسئله نن سبا ډېره توده شوې او په يوه حساسه مسئله بدله شوې ده.

د ازادۍ راډيو خبريال فرود بېژن ورسره خبرې کړې دي.

کله چې له سداناند دهومي څخه پوښتنه وشوه چې راديکال يا افراطي اسلام څنګه تعريفوي ده په ځواب کې وويل:

”له کومه اړخه چې زه دې مسئلې ته ګورم اسلام د نړۍ يو له سترو دينونو څخه دى، د ١ اعشاريه ١ ملياردونو انسانانو دين دى. راديکال يا افراطي اسلام يوه سياسي ايډيالوژي ده چې د مسلمانانو يو اقليت يې تعقيبوي او دغه ډله هڅه کوي ځانونه د هېواد او ټولنې پر هرې جنبې يا اړخ وروتپي.

دا د هراړخيزو قوانينو يوه ټولګه ده چې راديکال اسلامپال فکر کوي د خداى له لوري نازله شوې او بايد د ځمکې پر سر جاري شي چې د ټولنې او هېواد پر هر اړخ واکمني وکړي.

دغه د يوه عادي مسلمان، چې پر خپله عقيده باور لري او له نورو خلکو سره ژوند کوي او د يوه راديکال يا افراطي اسلامپال ترمنځ فرق دى، چې د خپل ډول نجات ورکوونکو نظرياتو تحريک کړى او غواړي نړۍ ته يې څرګند کړي“


ښاغلي دهومي وويل چې راديکال اسلام په ځوان قشر کې ډېر دود دى په خاص ډول په هغو ځوانانو کې چې تعليم يې کړى دى.

د راپورونو له مخې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افراطي مذهبي ډلې د خپلو سياسي او يا هم نورو اهدافو له مخې له دين څخه د وسيلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي چې په ځوانانو او تنکيو زلميانو کې زيات تبليغ وکړي.

د وال سټريت ژورنال هندى الاصله امريکايي خبريال سداناند دهومي په دې برخه کې منځلارى اسلام غوره ګڼي- ګټه يې دا ګڼي چې د نورو مذهبونو په څېر- دوى زيات پيروان لري.

څېړنو ښودلې ده چې په وروسته پاتو ټولنو کې د مذهبي افراطيت مسئله ډېره توده وي، سياسي کارپوهان چې کله د افغانستان په باب څرګندونې کوي، د وسلوالو طالبانو رژيم يادوي، چې اصول او قوانين يې ډېر سخت وو.

له ښاغلي دهومي څخه ازادۍ راډيو پوښتنه وکړه ايا ممکنه ده چې راديکال مسلمانان له افراطيت څخه راوګرځول شي او د ټولنې په اصلي مسير کې مدغم شي؟

”يو هغه راديکال يا افراطيان دي چې تاوتريخوالى کوي او بل هغه دي دوى ته ورته اهداف تعقيبوي خو د تاوتريخوالي له طريقه نه.

زما په نظر راديکال يا افراطي په عمومي ډول هغه خلک دي چې مذاکره ورسره ډېره سخته ده. ځکه هغوى تاوتريخوالي ته مخه کړې ده.


ايا دا چې غيرافراطي اسلامپالي راديکال به بدلېږي او ايا د وخت په تېرېدو سره دوى بدلېدى شي که څنګه؟ زه فکر کوم ځواب تر يوه حده ”هو“ دى. د ساري په توګه په ١٩٦٠مو کلونو کې اخوان المسلمين په انتخاباتو کې پر ګډون باور نه درلود، اوس دوى لېواله دي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

زه فکر کوم ځينې بدلونونه راغلي دي. زما په نظر دا به غلطه وي که فکر وشي چې دوى د بدلون وړ نه دي. که څه هم زما په اند، هغه ساحه چې دغه ډول توافقات په کې وشي او موږ د ليبرال له پراخ نظره ورته ګورو ډېره تنګه ده”


کله چې له ښاغلي دهومي څخه پوښتنه وشوه چې کوم فکټورونه به د اسلام راتلونکى مسير وټاکي؟ ده وويل چې پر ګڼو فکټورونو حساب کولاى شو، بايد وکتل شي چې څه پېښېږي د ساري په توګه ”د عرب پسرلي“ يا په عربي هېوادونو کې د پاڅونونو او اعتراضونو مسئله څنګه کېږي او دا څېړنه په کار ده چې ايا په دغو عربي هېوادونو کې ډيموکراسي ريښې غزوي او که څنګه.

بله دا چې بايد دا وکتل شي ايا ټولنې د مارکېټ د اقتصاد له شرايطو سره ځانونه عياروي که څنګه؟ اوس ثابته شوې چې د خوشحالۍ او نېکمرغۍ د راوستلو يوه باوري لار ده.

مذهبي افراطيت نن سبا په نړۍ کې يوه له جنجالي مسايلو ده. په ٢٠٠١میلادي کال کې پر امريکا له تروريستي بريدونو وروسته دا مسئله نوره هم توده شوې ده.

په ځينو اسلامي هېوادونو له دې جملې افغانستان او پاکستان کې ځينو افراطي ډلو سر پورته کړ چې د مختلفو سياسي ايډيالوژۍ په درلودلو سره له تاوتريخوالي ډکې لارې تعقيبوي.
XS
SM
MD
LG