د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

په مالدیف کې د افغان، پاکستاني او هندي مشرانو لیدنې کتنې


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په مالدیف کې د سارک یا جنوبي اسیا د همکارۍ د تړون د غونډې تر پیلیدو مخکې د هند له صدراعظم سره خبرې وکړې.

مخکې تر دې چې من موهن سنګ له افغان ولسمشر سره وویني د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره یې یو ساعت خبرې وکړې.

له دې خبرو وروسته د پاکستان صدراعظم خبریالانو ته وویل، د پاکستان او هند نوې خبرې به ډيرې مثبتې وي او د دواړو هېوادو په تاریخ کې به یو نوی باب ورسره پرانیستل شي.

د هند صدراعظم من موهن سنګ بیا د پاکستان صدراعظم د خیر سړی وباله او ویې ویل، چې هند او پاکستان باید وخت ضایع نه کړي او د سوداګرۍ له لارې نوی فصل شروع کړي.

په اتومي وسلو د دغو دوو سمبالو هېوادو ترمنځ دښمني د رویټرز اژانس په وینا داسې ښکارې چې په جنوبي اسیا کې یې بې ثباتي پیدا کړې ده.

د همدې اژانس په وینا د اسلام اباد او نوي ډیلي خراب روابط په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو هېوادو د پوځیانو د وتلو پروګرام هم له ستونزو سره مخامخوي.

ټاکل شوې ده، چې په د دوه زره څوارلسم میلادی کال تر پایه د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

امریکایي چارواکو مخکې هم هند، پاکستان او افغانستان د سولې خبرو ته هڅولي وو څو په سیمه کې امنیت ټینګ شي.

په مالدیف کې د سارک په غونډه کې په سیمه ییزه کچه د اقتصادي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړي کولو په هکله خبرې کیږي.

تیره اونۍ پاکستان رسما اعلان وکړ، چې هند ته به د سوداګرۍ په برخه کې د غوره هېواد امتیاز ورکړي په دې توګه به د هند سوداګرو ته د بارچلاني لپاره لاره پرانیستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي دغه امتیاز د افغانستان لپاره مهم وباله:

«اوس به افغان سوداګر کولای شي چې هند ته د پاکستان له لارې مال واستوي او هندي مالونه به افغانستان ته د مځکې له لارې را رسیږي چې له دې سره به یې بیې ارزانه شي او افغانان به یې د اوس په پرتله ارزانه اخلي.»

په مالدیف کې د سارک د غونډې تر څنګ د پاکستان او هند صدراعظمانو څرګنده کړه، چې د خبرو په راتلونکې پړاو کې به د دواړو هېوادو اړیکي نورې هم پسې ټینګ شي.

البته د هند او پاکستان تر منځ د اسیوشیتد پریس اژانس په وینا په لنډ راتلونکې کې د کومې بیړنۍ پریکړې هیله نه کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر هم د چهارشنبې په ورځ د دې روابطو په اړه وویل، چې موږ دواړه ګاونډیان لا هم اوږدې لارې مخې ته لرو څو پرمخ ولاړ شو.
XS
SM
MD
LG