په مالدیف کې نن د سارک د ټولنې سرمشریزه په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې افغان چارواکي د سیمه ایزې همکارۍ د پراختیا لپاره دغه غونډه خورا مهمه بولي.
دا د سارک د ټولنې اوولسمه سرمشریزه ده، چې د افغان ولسمشر په ګډون په مالدیف کې پرانیستلې کیږي.
د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا غونډه لا نه ده پیل شوې، خو ولسمشر له ځینو مشرانو سره کتلي دي.
د افغان چارواکو په وینا په دغه کنفرانس کې به په سیمه ایزه کچه د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړي کولو په هکله خبرې وشي.
د ارګ د رسنیو دفتر ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر حامد کرزی به په دغه ناسته کې وینا وکړي، او خپل وړاندیزونه به غونډې ته وړاندې کړي.