د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

موسی زی: د سارک غونډه به د سیمه ییزو اړیکو په ښه کیدو کې ګټوره وي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
افغان چارواکي هیله مند دي، چې د سارک د غړیو هیوادونو اولسمه ناسته به نه یواځې په سیمه کې د همکاری په پراخیدو بلکه د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پیاوړې کیدو کې هم مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې د جنوبي اسیا د هیوادونو د سیمه ایزو همکاریو د ټولنې دغه سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر په ګډون په مالدیف کې د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي آزادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ناستې اصلي موضوع په سیمه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړي کول او د ترورزم او نشه یي توکو په خلاف مبارزه ده.

جانان موسي زي هیله څرګندوي، چې د دې سرمشریزې په څنډه کې د سارک د غړو هیوادونو له مشرانو سره د ولسمشر کرزي لیدنې کتنې به د سیمه اییزو اړیکو په ښه کیدو کې ګټوره وي.

″په دې ناسته کې به ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې د سیاسي همکاریو په اړتیا او د امنیت په ټینګښت کې د سارک د غړیو هیوادونو د همکاریو او دغه رازله تروریزم سره پر مبارزې به ټینګار وکړي.

موږ هیله من یو کوم لوی مارکیټ چې د اسیا په جنوب کې موجود دی په تیره لسیزه کې چې په اقتصادي برخه کې جنوبی اسیا ته کومه پاملرنه شوې موږ وتوانیږو د سارک د غړیو هیوادونو د همکاریو د پیاوړتیا او پراخوالي له لارې د دې سازمان د غړیو هیوادونو ګډې اقتصادي منافع ټینګې کړو.″

د سارک ټولنه اته غړي هیوادونه لري، چې په کې پاکستان، هند، نیپال، بنګله دیش، بوتان، سریلانکا او مالدیف او افغانستان شامل دي.

دغه ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې تیره اوونۍ په ترکیه کې د استانبول کنفرانس جوړ شو، چې په کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سمیې د هیوادونو د همکاریو په جلبولو بحث وشو.

د افغان چارواکو په وینا تمه ده، چې ولسمشر کرزې د سارک سرمشریزې ته په خپله وینا کې د اسټانبول د غونډې په نتایجو هم خبرې وکړي.

که څه هم افغان چارواکي د سارک سرمشریزه د سیمه ایزو همکاریو د پراخولو لپاره ګټوره بولي، خو افغان کتونکی بیا ددې برعکس فکر کوي.

د سیاسي چارو کارپوه امرالله امان وایي، چې که افغان چارواکي دغو ناستو ته له خپلو اجنډاوو سره ولاړ شي، نو کیدای شي چې ښې پایلې ولري.

″افغان حکومت یو بې ستراتیژي حکومت دی، دوی ونه شو کړای چې د هېواد اقتصادي برخې ته یوه منطقوي قوي ستراتیژي جوړه کړې وي، لس کاله کیږي چې، موږ له ناستو او د جلساتو له تدویر نه بې بهرې پآتې کیږو.

موږ لکه ناخواسته مېلمنو هلته اشتراک کوو او بدون له کومې نتیجې بېرته راځو او تر اوسه پورې زموږ حکومت کومه لاسته راوړونه نه لري.″

په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په اړه په هیواد کې دننه او بهر په لسهاو غونډې جوړې شوي، چې د کتونکو په وینا افغانستان ترې لازمه ګټه نه ده پورته کړې.

د دوی په وینا افغان حکومت باید دا ډول غونډو ته ښه تیارې ولري او په هیواد کې دننه په مشورو سره له یوې ښي اجنډا سره داسې غونډې ته ورشي.
XS
SM
MD
LG