د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ولې طالبانو د ملا عمر ورستۍ سپارښتنه بابیزه وګڼله؟


افغان امنیتي چارواکي د اختر په ورځو کې شویو حملو ته په اشارې د عامه افغانانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د طالبانو د مشر وروستۍ سپارښتنه بې معنی بولي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو له دې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې د عامو کسانو ژوند ته به پام کوي، خو د اختر د ورځو حملو یې یوځل بیا وښوده چې دوی ته عام وګړي ارزښت نه لري.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته د طالبانو د مشر ملاعمر د وروستۍ سپارښتنې په اړه په خپل غبرګون کې وویل.

″دوی متاسفانه هیڅ وخت د دې طرفدار نه دي، چې په افغانستان کې پرمختګ وویني، همیشه زموږ ګران افغانان د دوی د حملو قرباني شوي دي، د ملا عمر پیغام ډیر بې معنی او بې ځآیه و، ځکه موږ د دې شاهدان وو، چې د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ خپلو حملو ته دوام ورکړ او عام کسان یې ووژل.″

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په مناسب په خپل وروستي پیغام کې په خپلو وسله والو په جدي توګه غږ کړی و، چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې، د طالبانو رهبري متحده نه ده بلکې د دوی په خبره بیلابیلې ډلې په کې خپل فعالیتونه کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جان الن وایي، د ملاعمر د حکم نه منل داښيي چې مخالفین څوډلې دي او غواړي په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي.

الن وایي، د اختر په ورځو کې د وسله والو مخالفینو حملې دا ښيي، چې دوی په افغانستان کې دعاموکسانو ژوند ته اهمیت نه ورکوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند ګاوین سنډوال رویټرز ته ویلي، طالبان په خولې یوڅه وایي، خو په عمل کې بل څه کوي.

د ده په خبره د طالبانو حملې خپله خبرې کوي، چې دوی د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي.

یو شمېر افغان کارپوهان هم په دې باور دي، چې ملاعمر په خپلو جنګیالیو بشپړ واک نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وایي، وسله وال مخالفین په بیلابیلو ډلو ویشل شوي او د ټیټې کچې کسان یې د خپل مشر امر ته احترام نه لري.

″د خلکو هیله هم دا وه، چې د ملکي تلفاتو شمیر کم شي، خو متاسفانه موږ په اختر کې ولیدل، چې د ملا محمد عمر امر خپلو کسانو یې عملي نه کړ او ملکي کسانو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته، دا د دې نماینده ګي کوي، چې په ټیټو پوړونو کې د ملاعمر خبره څوک نه مني.″

ملاعمر دغه پیغام په داسې حال کې خپور کړی، چې ملګرو ملتونو په یو راپور کې وسله وال مخالفین اتیا په سلو کې د عامو خلکو د وژنې مسوول ګڼل شوي دي.

د ایساف او ایتلافي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې هم زیات شمیر ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو ملګري ملتونه بیا د عامو خلکو د وژنې ډیر مسوولیت پروسله والو طالبانو وراچوي.

خو دا هغه څه دي، چې وسله وال طالبان یې نه مني.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG