د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

قرار: وروستي اورښتونه د افغانستان کرنې ته ډیره ګټه لري


د کرنې اومالدارۍ وزارت ویاند مجیدالله قرار
د کرنې اومالدارۍ وزارت ویاند مجیدالله قرار
د کرنې اومالدارۍ وزارت چارواکي او په افغانستان کې بزګران د کروندو لپاره وروستي بارانونه ګټور بولي او تمه کوي، چې په راتلونکې ژمي کې په دې هیواد کې ډیره واوره هم وو وریږي.

له تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل او د افغانستان په ډیر شمېر نورو ولایتونوکې د بارانونو اورښت پیل شوی او لاهم دوام لري.

د کرنې اومالدارۍ وزارت ویاند مجیدالله قرار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې دا بارانونه د هغو کروندو لپاره ډیره ګټه لري، چې مخکې کرل شوي دي:

"دا اورښتونه په عمومي صورت افغانستان ته ګټه رسوي هم چاپیریال ته اوهم د ځمکې لاندې اوبو ته.

په هغو سیمو کې چې غنم کرل شوي او خړوبولو ته یې اړتیا شته بارانونه یې خړوبوي او ډیره ګټه ورته کوي. نوهم د باغدارۍ او هم د غلې لپاره دا وروستي بارانونه ډیره ګټه لري."

د کرنې وزارت ویاند د چاپیریال لپاره هم وروستي اورښتونه ګټور بولي خو وایي، په هغو سیمو کې چې لاهم په کرنیزو ځمکو کې کښت نه دی شوی خو د کښت لپاره تیارې دي دا بارانونه زیان رسوي.

ښاغلي قرار دا بارانونه د وچکالۍ د کمولو لپاره هم اغیزمن بولي خو څرګندوي، چې د د وامدارې وچکالۍ د له منځه وړلولپاره په ژمي کې د ډیرې واورې وریدو ته اړتیا شته.

بل لورته یوشمېر افغان بزګران هم ورستي اورښتونه د خپلو کروندو لپاره مهم بولي او وایي، چې له دې سره به د دوی تازه کرل شوې کروندې ښې را شنې شي:

"دا بارانونه چې دې کروندو ته ډیره ګټه لري، ځکه که چیرې غنم او نوره غله وکرل شي او ژر اوبو شي نو ځمکه یې کلکه کیږي او دا ورته ډیر زیان لري.

خو بارانونه یې هم خړوبوي اوهم ورته ځمکه نرمه ساتي نو هیڅ زیان نه لري بلکې ډیره ګټه ورته رسوي."

افغانستان یو کرنیز هیواد دی او د دې هیواد د اقتصاد اساس هم کرنه اومالداري جوړوي، خو په دې وروستیو کلونو کې د بارانونو او په ژمي کې د کمې واورې وریدل دا هیواد له اوږدې وچکالۍ سره مخامخ کړی او حتی په ډیرو سیمو کې بزګران دې ته اړشوي، چې ژورې څاه ګانې وکیندې اود دوی په خبره په ډیر لګښت خپلې کروندې خړوبې کړي.

خو وروستیو بارانونو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي او په دې هیواد کې بزګران هیله من کړي؛ چې په ژمي کې به هم ډيره واوره ووریږي او په دې توګه به د وچکالۍ لمن له دې هیواد څخه ټوله او ښه فصلونه به ترلاسه شي.
XS
SM
MD
LG