د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په پېچ دره کې يو افغان قوماندان له خپلې دندې تښتېدلى


په پیچ دره کې له اډې څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو څو اونۍ نه وې تیرې شوې چې د افغان ځواکونو قومندان چې د دغی اډی مسوولیت ورسپارل شوی لادرکه شو.

د هغه مرستیال چې ویل کیږی له طالبانو سره یې خواخوږی لرله، خپلو سړیو ته امر کړی و چې پر وسله والو به چې د دی اډې له څنګه تیریږی، ډزې نه کوي.

ډیر ژر اوازې خپری شوی چې مرستیال قومندان وسله والو ته اجازه ورکړې چې اډې ته دننه شي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د دلګی مشررفیق الله خبره رااخیستی چې وایي، کله مو چې ولیدل قومندان مووتښتید، موږ ټول ناامیده شولو.

ډیروخت یی ونه نیوه چې امریکایان بیرته دې درې ته چې یووخت یی د بریالیتوب بیلګه بللی وه، راوګرځی. دوی افغان ځواکونو ته د دغی پوځی اډی له تسلیمدو څلورمیاشتی وروسته بیرته په دی اډی کې ځای پرځای شول چې تراوسه یی ساتلی ده.

د ورځپاڼی په وینا د افغانستان په ختیځ کې د دغی پوځی اډی د تخلیه کیدو کیسه چې سخت دریځی له سیمی پاکستان او افغانستان ته د تګ راتګ د یوه دالان په توګه کاراخلی امریکایانو ته چې غواړی افغانانو ته مسوولیتونه وسپاری د یوه محتاطانه خبرداری څرګندونه کوی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما له افغانستان څخه د سل زرو عسکرو د وتلو امر کړی، لس زره به یی د روان کال ترپایه له دی هیواده وځی او ۲۳ زره نوربه د راتلونکې کال تراکتوبر میاشتی پوری وځی.

او په ۲۰۱۴ کال کې به چې له دی هیواده ټول بهرنی محارب عسکر وځی، بشپړ امنیتی مسوولیتونه افغان امنیتی ځواکونه په غاړه اخلی.

له هغی وروسته به امریکایی ځواکونو د افغان امنیتی ځوکونو د ملاتړی ځواک رول لوبوی.

د امریکا حکومت دغه راز پر دې غور کوی چې امریکایی ځواکونو دی د مشاورینو په توګه خپل رول ګړندی کړی.

د دی لپاره چې د یوه خطرناکه حالت مخه ونیول شی، د افغان ملی پولیسو او عسکرو شمیر به د روانې میاشتی تر پایه ۳۵۲ زرو ته ورسیږی. دغه ځواکونه به د امریکایی او د هغوی د نورو متحدینو هغه ځایونه ډکوی چې له مخکې یی له وسله والو تصفیه کړی دی.

امریکایی قومندانانو په مجموع کې افغان پوځونه ستایلی، د بیلګی په توګه یی د ملی اردو د کوماندو د قطعاتو نوم اخیسی چې دا یی ثابته کړی چې په خپلواکه توګه عملیات ترسره کړی.

د امنیتی مسوولیتونو د انتقال په لومړی ګام کې افغان امنیتی ځواکونو ته د نسبتا ارامو اوو ولایتونو او سیمو مسوولیت سپارل شوی او په دوهم ګام کې به د اولسو نورو ولایتونو او سیمو مسوولیت هم وسپارل شی. د اځل ناارامه په تیره جنوبی سیمی هم په دغه بهیر کې شاملی دی.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي:

په جنوب کې د امنیتی مسوولیتونو په لیږدولو سره امریکایی ځواکونه د افغانستان ختیځو لکه د نورستان د پیچ درې غوندې سیمو ته ځي چې پاکستان پولی ته نژدی پرتی دی او سخت دریځی پکی په ازاد ډول تګ راتګ کوی.

د دی کار هدف د ختیځ له لوری له حملو څخه د کابل خوندی کول دی. په ختیځ کې د امریکایی ځواکونو له بیرته ځای پرځای کیدو سره یوځای دی مسئلی ته هم ډیرپام اوښتی چې افغان امنیتی ځواکونه به څومره ژرد دې وړتیا پیدا کړی چې په خپله د وسله والو په وړاندی د جګړی مشری وکړی.

د ورځپاڼی په وینا افغان ځواکونه د ملاتړسیستم چې یوی پرمختللی اردو ته حیاتی ده، نه لری، د غذایی موادو او وسلو او مهماتو د اکمالولو او هم د ټپیانو د لیږدولو سم امکانات نه لری او هم د جګړو په وخت کې د توپچې او هوایی ځواک له ملاتړڅخه بی برخی دی.

د والسټریټ په وینا د نورستان د ننګلام په مسئله کې په هغه وخت کې کمزوری پوځی مشرتابه ترډیره د دی سبب ګرځیدلی وه چې پوځی اډه وسله وال ونیسی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند هم دی ورځپاڼه ته تایید کړی چې کوماندو ځواکونه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوی خو پلی قطعات د ایتلافی ځواکونو د توپچې او هوایی ځواک ملاتړ ته اړتیالری.

د نورستان ننګلام په افغانستان کې د امریکا د لس کلنی جګړې د ستراتیژۍ د بدلون تجربه په ځان ولیدله. د تیرې لسیزې په نیمایی کې طالبانو او القاعده دغه سیمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره دیو ه خلاص دالان په توګه کاروله. هغه وخت د امریکا ستراتیژۍ پر دی تمرکزه وه چې د جګړې د ګټلو لپاره باید دښمن ووژل شی او دی هدف ته درسیدو لپاره امریکایی قومندانانو پیچ درې ته ځواکونه واستول او دښمن ته د تلفاتو پر زیاتوالی یې ډير تمرکز وکړ.

په ۲۰۰۷ کال کې پیچ دره د بریالیتوب یوه بیلګه وبلل شوه چې امریکا د وسله وال بغاوت ضد ستراتیژۍ پر اساس لومړی باید د ملکې خلکو ژوند خوندی کړی او دهغوی اړیکې له حکومت سره ټینګی کړی او په دوهم ګام کې دی دښمن تعقیب کړی. د وی په سیمه کې د سیند پر غاړه یوسړک جوړ کړ چې ننګلام له نورو برخو سره نښلولی.

والسټریت ژورنال ورځپاڼه له یولړ څرګندونو وروسته لیکی، دا ځل چې له څلورومیاشتو وروسته امریکایی ځواکونه بیرته ننګلام ته تللی، په سیمه کې یی د امریکایی عسکرو دوه دلګي له ۴۵۰ افغان پولیسو او عسکرو سره یوځای فعالیت ترسره کوی، دوی د افغان ځواکونو لوژیستکي ملاتړ کوی.

دغه راز یوامریکایی پوځی مشاور هم د امریکایی ځوکونو پرحضور څارنه کوی.
خو د ورځپاڼی په وینا په سیمه کې خطرونه زیات دی، دغه ځواکونه به داسی ورځ نه وی چې د پیچ دری په سړک د ګزمی پر مهال له بم چاودنی یا د ناامنۍ له بلی کومی پیښی سره مخامخ نشی.

په سیمه کی یو امریکایی قومندان وایی، موږ باید دغی ستونزی ته د حل یوه لار پیدا کړوځکه دا سی یوه ورځ به بالاخره راشی چی دی به نور دلته نه وی.
XS
SM
MD
LG