د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

له عرب ليګ سره له موافقې سره- سره په سوريه کې ١١ کسان ووژل شول


که څه هم سوريې له عرب ليګ يا عربي ټولنې سره د يوه تړون پر اساس توافق کړى و، پر مظاهره چيانو به فشارونه بندوي او سياسي بنديان به ازادوي، خو د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه بيا هم د تاوتريخوالي او د مظاهره چيانو په وړاندې د ځپونکو اقداماتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په حمص کې د ١١ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوى دى.

په سوريه کې ځايي خلک او فعالان وايي د دغه هېواد په ناکراره ښار حُمص کې خلکو په داسې حال کې د اختر لمونځ ادا کړ چې د چاودنو او ډزو ږغونه اورېدل کېدل، پر سيمه د دولتي ځواکونو د فشارونو په نتيجه کې ١١ کسان وژل شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د اختر په لومړۍ ورځ په سوريه کې تاوتريخوالي داسې اندېښنې پيدا کړي چې د عرب ليګ په منځګړيتوب له سوريې سره د تېرې اوونۍ د سولې تړون په ماتېدو دى او دې مسئلې د قطر صدراعظم اړ کړ چې پرون يوه عاجله غونډه راوبولي او دا وڅېړي چې سوريه څنګه د دغه تړون په رعايت کې پاتې راغله.

د مصر دولتي اژانس مينا راپور ورکړى چې د قطر صدراعظم شيخ حمد بن جاسم الثاني دغه غونډه له تاوتريخوالي ډکو روانو اقداماتو او د سوريې د حکومت له لوري نه همکارۍ ته پام سره راوبلله.

که څه هم دمشق ژمنه کړې وه، روانې مظاهرې به چې اوومې مياشتې ته داخلې شوي، نه ځپي، خو بيا هم د تاوتريخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي. ملګري ملتونه وايي په دغو تاوتريخوالو کې شا و خوا ٣ زره کسان وژل شوي دي.

د عرب ليګ يا عربي ټولنې د پلان پر اساس، د سوريې حکومت موافقه وکړه چې له ښارونو څخه به ټانکونه او زغروال ګاډي دباندې باسي، سياسي بنديان به ازادوي، خبريالانو او د بشري حقونو ډلو ته به د فعاليت او سوريې ته د تګ اجازه ورکوي.

د سوريې په حمص ښار کې د حکومت له وېرې يوه ځايي اوسېدونکي د نوم د نه ښوولو په شرط د ټليفون له لارې اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وويل:

”په حمص کې وضعيت ډېر دردوونکى دى، موږ ته به هغه ورځ اختر وي چې له دې رژيم څخه خلاص شو“

فعالان وايي دولتي ځواکونو پرون په حمص ښار کې ٩ کسان ووژل، دغه ښار د ولسمشر بشارالاسد په وړاندې د مظاهرو او اعتراضونو په عمده مرکز بدل شوى دى.

په وروستيو اوونيو کې په حمص کې خونړۍ پېښې زياتې شوي، چې سبب يې د پوځ له خوا پر سياسي مخالفانو فشار او ظاهراً د غچ اخيستنې فرقوي وژنې ګڼل کېږي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وويل، سرتېرو يو کس پر حما ښار د بريد پر مهال وواژه او بل يې په شمالي ولايت ادلب کې.

په حمص کې يوه فعال مجيد عامر وويل خلک د جنازې په لمانځه بوخت وو چې د چاودنو ږغونه واورېدل شول- جومات يې هم لړزاوه:

”هېڅوک نه شي ويلاى چې دا د څه شي چاودنې وې، له څو ورځو دغسې چاودنې کېږي“

دغه فعال پر ښار د پوځ د بريد يادونه هم وکړه.

بل لوري ته دمشق ته نژدې او د سوريې شمال کې دولتي سرتېرو د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره ډزې وکړې، لمونځ کوونکي تر لمانځه وروسته د اسد د ليرې کېدو لپاره د مظاهرې او اعتراض په نيت راووتل.

دغه شېبه د وژنو راپور نه دى ورکړل شوى، خو فعالان وايي په شمالي ولايت ادلب کې ګڼ خلک ټپيان شوي دي.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد چې هڅه کوي د خپلې کورنۍ د ٤٠ کلن رژيم په وړاندې د پرتو چلينجونو مقابله وکړي، د اختر لمونځ يې د شمالي ښار رقا په النور جومات کې ترسره کړ.

د بشري حقونو د څار ډله وايي امنيتي ځواکونو په رقا کې هم د اختر تر لمانځه وروسته ځينې بريدونه وکړل.
XS
SM
MD
LG