د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

هلمند: د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قومندان او مرستیال یې ووژل شول


د چارواکو په وینا د کرمسیر ولسوالۍ پر امنیه قومندان د ماین چاودنه شوې ده.
د چارواکو په وینا د کرمسیر ولسوالۍ پر امنیه قومندان د ماین چاودنه شوې ده.
د هلمندولايت دګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان سيف الله خان او د هغه مرستيال د يوه پوليس ساتنمند او يوه سرباز سره تير ماښام ووژل شول.

د امنيه قوماندانۍ د همږغۍ د دفتر مرستيال اسماعيل خان رسنيو ته ويلي، تيره ورځ د سيف الله پرموټر د ماين چاودنه رامنځته شوې ده، چې د ده په شمول د نوموړي مرستيال، يوتن ساتن مند او يو بل پوليس وژل شوي دي او يوتن پوليس ټپي شوى دى.

سيف الله تر دې وړاندې دګرشك ولسوالۍ امنيه قوماندان و، چې د ښه كارونو د ترسره كولو په خاطر يې ګرمسير ولسوالۍ ته د دندې لپاره استولى و.

ګرمسير ولسوالۍ په هلمند كې يوه باامنه ولسوالۍ ده، چې كله ناكله د ماين د چاودنو له امله د ملكي كسانو په شمول دولتي چارواكو ته هم مرګ او ژوبله اوړي.

د يوه بل خبر له مخې په نادعلي ولسوالۍ كې پوليسو يوتن په چادرۍ كې د يوه ميل كلاشنكوف سره لاس په لاس نيولى دى.

د نادعلي امنيه قوماندان مرجان وايي، تيره ورځ تريوې لنډې نښتې وروسته يې يوماين ښخونكی او يوتن طالب چې په چادري كې يې غوښتل په پوليسو بريد وكړي نيولي دي.

تراوسه د دې دواړو پيښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

په هلمند كې د لوی اختر په ورځو كې دا لومړنۍ پيښې دي، چې مرګ او ژوبله په كې رامنځته كيږي.
XS
SM
MD
LG