د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

کرزی: د اخترپه برکت دې افغانستان او اسلامي نړۍ ته سوله راشي


افغان ولسمشر حامد کرزي د تیرو اخترونو پرخلاف دا ځل پر وسله والو مخالفینو مستقیم غږ ونه کړ، چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

حامد کرزي د یکشنبې په سهار له یو شمېر دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او د ملي شورا له یو شمېر غړیو سره د ارګ په جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ.

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه، چې د اختر د ورځو او د شهیدانو په ځانګړې توګه داستاد رباني د وینو په برکت افغانستان ته دایمې سوله او امن راشي:

(د افغانستان خلکو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم خدای تعالی دې د افغانستان د شهداو د پاکي ویني له رویه امت مسلمه ته او د افغانستان ولس ته سوله او امن په نسیب کړي او خدای تعالی دې خصوصا زموږ د سولې له لارې د پاکې وینې د شهادت له رویه د استاد ګرامي د شهادت د رویه دې ځپلي او دردیدلي سوله په نسیب کړي.)

د اختر په لمانځه کې له ولسمشر کرزي سره د ده لومړي مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د سترې محکمې سرپرست او قاضي القضات عبدالسلام عظیمي، د ولسي جرګې غړي عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو دولتي چارواکو برخه واخیسته.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې پاکستان ته هم د سولې دعا وکړه چې د ده په خبره دا مهال د تروریزم په اور کې سوځي:

(له مراکش نه تر اندونیزیا پورې ټول مسلمه امت ته د نیکمرغۍ، بریا او سولې هیله کوو.

هیله ده ټولې اسلامي نړۍ ته چې دا مهال په درد ، رنځ او ستونزو کې ژوند تیروي د همدې مبارکې ورځې په برکت سوله اوامن راشي.

په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان خلکو ته چې په دې ورځو کې له ترهګرۍ څخه رنځ وړي،روغتیا،سلامتي،سوله او ارامي غواړو.)

له دې وړاندې ولسمشر کرزي د اختر له لمانځه وروسته پر وسله والو طالبانو غږ کاوه چې وسله پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو دا چې دا ځل ولې ولسمشر کرزي په وسله والو مخالفینو د سولې غږ ونه کړ لامل یي ښایي د سولې د بهیر په اړه د افغان حکومت د دریځ بدلون وي.

له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه د افغان حکومت په دریځ کې وروسته ترهغې بدلون راغی چې وسله والو مخالفینو د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وواژه.
XS
SM
MD
LG