د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

پښتونخوا :کمپ میشتو افغانانو له کابل سره یوځای اختر ولمانځه


د خيبر پښتونخوا په یوشمیر سیمو کې دیره افغان کډوالو د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ سره يوځای نن یکشنبه د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه ولمانځله.

بلخوا د تیر پشان په پاکستان کې سبا یعنې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې.

د پيښور په شمشتو یا نصرت مینه،خزانې،خراسان او یوشمیر نورو کمپونو کې کډوالو افغانانو د اختر لمنځونه ادا کړل او د ابراهیمي سنت یا قربانۍ څارویو حلالې یې وکړې.

له دې وړاندې ویل کیدل چې ایالتي حکومت ټولو کمپ میشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی چې اختر دې د پاکستان د دولت له اعلان سره سم د دوشنبې په ورځ ولمانځي خو د شمشتو کمپ یوه اوسیدونکي حنیف حیران د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته په دې باب څه نه و ویل شوي :

( نن سهار د شمشتو یا نصرت مینې کمپ په جامع جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا شو،دیاد کمپ پر اوسیدونکیو سربیره د باغوانانو او ځینې نورو سیمو نه هم ګڼ شمیر کډوال راغلي وو او له شمشتو والو سره یې یوځای د اختر لمونځ اداکړ)

سره له دې چې د خيبر پښتونخوا ایالتي حکومت او د پاکستان مرکزي دولت دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې خو په یوشمیر قبائلي سیمو کې هم نن ځای ځای اختر لمانځل کیږي.

په دغو سیمو کې د خيبر اجنسۍ ټوله باړه،د مومندو او باجوړ ځینې سیمې شاملې دي.

د باړې یوه اوسیدونکي له سیمې نه د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته داسې وویل :

(نن په ټوله باړه کې،یعنې په بر قمبر خیل،شلوبر،ملک دین خیلو او نورو سیمو کې په یوځای اختر ولمانځل شو،په جوماتونو کې لمنځونه وشول او اوس خلک لګیادي دقربانۍ څاروي حلالوي.

که څه هم په سیپیو او ملک دین خیلو کې د روانو پوځي عملیاتو له امله د خلکو شمیر ډیر لږ دی خو بیا هم اختر پکې ولمانځل شو)

که څه هم دغه کس په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه خو یوه بل ځايي اوسیدونکي چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي ازادي راډیو ته وویل،چې د باړې خلکو د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام ډلې په امر نن د اختر لومړۍ ورځ ولمانځله.

پاکستان له خپل جوړښت راهیسې هر کال له سعودي او نورې اسلامي نړۍ څخه یوه ورځ وروسته روژه نيسي او اخترونه لمانځی،خو په دې هیواد کې کمپ میشتي افغانان بیا له کابل او ریاض سره یوځای اختر کوي،بلخوا په ښارونو کې دیره افغانان شکایت کوي چې د دوو اخترونو دود له ګڼو ستونزو سره مخ کړي :

(زما نوم جاوید دی او له تیرو دیرشو کلونو راهیسې په پيښور کې اوسیږم،کله چې په کمپونو کې اختر وي او په ښار کې نه وي نو دا چې زموږ یوشمیر خپلوان او دوستان په کمپونو کې اوسیږي نو هغوی زموږ کورونو ته د مبارکۍ لپاره راځي او موږ په خپل کار روزګار پسې وتلي یو نو د اختر ټول خوند پيکه شي)

سره له دې چې په وروستیو څو کلونو کې په ملیونونو افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا UNHCR د معلوماتو له مخې لا هم په دې په پاکستان کې شاوخوا یونیم ملیون ثبت شوي کډوال دیره دي چې ډيری یې په خیبر پښتونخوا کې اوسیږي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې د کچه ګړۍ او ناصرباغ په ګډون ګڼ شمېر کمپونه وتړل شول د شمشتو، خراسان، زندۍ، ناګمان او خزانې په ګډون اوس هم یو شمېر کمپونه له کډوالو ډک دي.

دغه راپور په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG