د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده


خلک نن په جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کوي او قرباني کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د لوی اختر د ورځو او شپو لپاره یی په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون ازادۍ راډیو ته وویل، په ټول افغانستان کې پولیس او نور ځواکونه په دندو ګمارل شوي څو د ناوړه امنیتي پیښو مخه ونیسي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اختر مراسم او جشنونه دې په ډاډمنه امنیتي فضا کې ترسره کړي.

د طالبانو مشر ملامحمد عمرهم د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې چې پرون خپور شوی، د ملکي تلفاتو د مخنیوي پراقدماتو ټینګارکړی دی.

په دې پیغام کې په جګړه کې ملکي تلفات ځورونکي بلل شوي اوپرطالبانو غږ شوی چې د خپل شرعي مسولیت له مخې دې د ملکي خلکو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي.

د ملګروملتو د وروستي راپورله مخې، په وروستیو دوو کلونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې په بې ساري ډول زیاتې شوي او د اکثرو ملکي تلفاتو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.
XS
SM
MD
LG