د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ملاعمر: طالب جنګیالي دې د ولسي خلکو سر او مال ته زیان نه رسوي


ملا عمر ويلي، که چېرې طالب جنګیالي د کوم ولسي بې ګناه کس د مرګ مسوول وپيژندل شي، نو شرعي حد به پرې نافذ شي.
ملا عمر ويلي، که چېرې طالب جنګیالي د کوم ولسي بې ګناه کس د مرګ مسوول وپيژندل شي، نو شرعي حد به پرې نافذ شي.
د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپله اعلامیه کې له طالب جنګیالو غوښتي، چې د ولسي خلکو سراو مال ته دې زیان نه رسوي.

دغه اعلامیه چې پرون په پنځو ژبو پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو خپره شوه وایي، چې د ولسي خلکو د وژل کېدو په اړه باید پراخه تحقیقات ترسره شي.

ملګرو ملتونو څلور میاشتې مخکې په خپل یو راپور کې وویل، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالب یاغیانو او افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ جګړو په نتیجه کې ۱۴۶۲ بیګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغې شمیرې د تیرکال د همدې مودې په تناسب په سلو کې پینځلس زیاتوالی څرګند کړ.

ملګرو ملتونو وویل، چې طالبان د ولسي خلکو د اتیا په سلو کې مړینې مسوول دي او افغان او بهرني ځواکونه د څوارلسو په سلو کې مسوولیت په غاړه لري او د پاته شپږ په سلو کې مړینې مسوولین معلوم نه دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر وایي، که چېرې طالب جنګیالي د کوم ولسي بې ګناه کس د مرګ مسوول وپيژندل شي، نو شرعي حد به پرې نافذ شي.

د طالبانو مشر له ولسي خلکو هم غوښتنه کوي، چې د امریکایي ځواکونو د ګزمو څخه دې ځانونه ځکه لیرې ساتي، چې طالبان پرې بریدونه کوي.

د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت اعلامیه کې ادعا کوي، چې طالبانو د افغانستان جنګ ګټلی دی او امریکایي ولس نور د افغانستان له مسالې سره دومره دلچسپي نه لري.

خو نړیوال ځواکونه بیا بل نظر لري. دوی تیره میاشت د یولړ معلوماتو او ارقامو په خپرولو وویل، چې نسبت تیرکال ته د طالبانو په میاشتنیو بریدونو کې بیساري کمې راغلي.

ایتلافي ځواکونو وویل، طالب جنګیالي اوس مخامخ جنګ ته زړه نه ښه کوي او اکثر بمي چاودنې کوي.

ایتلافي ځواکونه وایي، د سړکونو له غاړې بمي چاودنې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې نسبت تیرکال ته پنځه ویشت په سلو کې زیاتې وې.
XS
SM
MD
LG