د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د "حق او عدالت"په نوم یوه ګوند د خپل فعالیت اعلان وکړ


د « حق او عدالت » په نوم نوی سیاسي ګوند غواړي، چې د یوه معقول او اصولي اپوزیسیون په توګه، د دولت د اجرا اتو پر وړاندې ودریږي.

دې ګوند د پنجشنبې په ورځ د خپلو پلویانو په یوې پراخه غونډه کې، د ګوند اهداف په رسمي توګه اعلان کړل.

د حق او عدالت د ګوند اهداف چې، د ګوند د یو پلوی فریدون بارکزۍ له خوا ولوستل شول، په یوې برخه کې یي راغلي وو:

« دا ګوند د افغانستان د ټولو خلکو ګوند دی، د خلکو له حقوقو او ازادۍ به دفاع وکړي، دا ګوند به په روانو ناامنه شرایطو کې د هېواد خلک یوازې پرې نه ږدي.»

د حق او عدالت په نوي جوړ شوي سیاسي ګوند کې د افغان کابیني پر یو شمېر پخوانیو غړېو حنیف اتمر، احسان ضیا او حیمداله فاروقي سربیره ، د پولیسو او اردو پخواني منسوبین ، د تیرې ملي شورا یو شمېر غړي، د دولت مامورین او عادي خلک برخه لري.

د حق او عدالت ګوند په داسې حال کې د سیاسي مبارزې ډګر ته ننوزي چې پخوا تردې هم په هېواد کې یو شمېر سیاسي ګوندونه جوړ شوي او ډیر ځلي د دولت پر اجرااتو انتقاد کوي.

د حق او عدالت ګوند وایي، دوي به په هېواد کې د بې عدالتیو، غیرقانوني اجرااتو او هر ډول فساد پر ضد سیاسي مبارزه وکړي.

دی ګوند تر اوسه مشر نه دی ټاکلی خو وایي، چې چارې به یي تر یوه وخته پورې د موسسینو مشرتابه پر مخ بیایي.

نوی جوړشوی ګوند، اسداله وال والجي، حمیداله فاروقي، انجینیر عباس نویان او شجاع الدین خراساني د ګوند د ویاندویانو په توګه خبریالانو ته ور وپیژندل چې د غونډې په پای کې د خبریالانو پوښتنوته هم ځوابونه وویل.

ښاغلي فاروقي د ګوند د فعالتیونو د څرنګوالي په هکله یوه پوښتنه داسې ځواب کړه:

«ګوند دی چې، د جوړونې، سیاسي سلامتي او د هغو ارزښتونو رامنځته کېدو ته چې حاکم نظام تر ننه نه دی توانیدلی په سیاسي، ټولینزو، اقتصادي او نورو برخو کې د خلکو هیلي پوره کړي.

دا جوړښت به د یوه جوړوونکې اپوزیسیون په توګه سیاسي مبارزه وکړي، هیله ده دا ګوند د خلکو داغوښتنې پوره کړي.»

د حق او عدالت پر ګوند سربیره یو شمېر سیاسي ګوندونه هم شته چې، د دولت له اجرااتوسره مخالفت ښیي او ویل کېږي چې غړي یي په ملي شورا او ځینو دولتي ارګانونو کې نفوذ لري.

دا چې د حق او عدالت ګوند به کوم کارونه ترسره شي، څومره به د غیر قانوني اجراتو او بې عدالتیو پر ضد ودریږي، دا به په راتلونکې کې معلومه شي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG