د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

په هرات کې د پولیسو سره د بریدګرو نښته پای ته ورسیده


له هرات ولایت څخه راپورونه وایي، چې هوایي ډګر ته نږدې له یوې ځان وژونکې حملې وروسته یو شمېر حمله کوونکي یوې ودانۍ ته ننوتلي او شاوخوا یوه بجه یې جګړه پای ته ورسیده.

په لویدیځ زون کې د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي د دې خبر په تایید سره ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو ځان وژونکې له چاودیدونکو موادو ډک موټر د ایکو کمپنۍ په دروازه کې وچاوه او له هغې وروسته یو شمېر نور حمله کوونکي یوې ودانۍ ته ور ننوتل چې اوس یې د پولیسو پر وړاندې مقاومت پای ته رسیدلی.


همدا راز د هرات ولایت یو امنیتي کس چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې پنځه حمله کوونکي او د کمپنې دوه تنه ساتونکي وژل شوي دي.

بل خوا بیا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې یي اته بهرنیان وژلي.

خو د هرات د والي ویاند محې الدین بیا د قاري یوسف خبره ردوي او وایي، چې اوس مهال جګړه پای ته رسیدلې او په دې هکله نور جزیات به وروسته څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG