د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

کابل:د اختر په رارسېدو سره د څارویو بیې دوه برابره لوړې شوي


په داسې حال کې چې د لوی اختر شپې او ورځې را نږدې شوې دي، په کابل کې د قربانۍ لپاره د خلکو تیاریو هم زور اخیستی.

په کابل کې د څارویو د پلورلو یواځې یو یا دوه مارکیټونه دي، خو د لوی اختر په شپو او ورځو کې د دغو مارکیټونو شمېر زیاتیږي، څو خلکو ته د څارویو د اخستلو اسانتیا برابره کړي.

که څه هم په اوس ورځو کې دا مارکیټونه یو ځلې بیا زیات شوي، خو بیا هم یوه ستونزه چې کابل ښاریان ورسره مخ دي، هغه د څارویو د بیې لوړویدل دي.

یو شمیر خلک چې د څارویو اخیستلو لپاره د څارویو مارکیټونو ته راغلي وو، ازادۍ راډیو ته وویل، چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د څارویو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.

″۱- دلته راغلي یو چې د قربانۍ لپاره مال واخلو، قیمتونه خو پروسږکال ښه وو، سږکال ډیر جګ دي، وړوکی مال له شل زرو نه کم نه ورکوي، تر تیر کاله نیم په نیمه فرق دی.

۲- قیمتونه خو تقریباً د تیرو کلونو په پرتله دوه چنده جګ شوي دي، هغه مال چې پروسږکال په دیرش زره وو سږ کال په پنځوس زرو ته جګ شوي، وړوکی مال چې پروسږکال شپږ یا اوه زره روپي و، سږکال دیارلس زره څوارلس زره افغانۍ دي دا ډير لوړ قیمت دی، غریبان یې نه شي اخیستی یواځې ځینې شتمن خلک یې اخیستی شي.″

د کابل ښار په دغو مارکیټونو کې ډول ډول څاروي لکه غواګانې، غوایان او وري خرڅیدل، چې د پلورونکو په وینا یې ډیری دغه څاروي د هیواد له لیرې پرتو سیمو او یا له ګاونډیو هیوادونو راوړل کیږي.

بل خوا د مالونو پلورونکي هم دا مني چې سږکال د څارویو بیې لوړې شوې دي، خو وايي، چې اساسي لامل یې وچکالي او د مالونو د انتقال پر مهال د لارې مصرف دی.

د څارویو یو شمیر پلورونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی په خپله مالونه په لوړه بیه اخلي نو ځکه یې بیرته په لوړه بیه خرڅوي.

″۱- زه دلته مال خرڅوم، د بیې د لوړیدو علت دا دی، چې واښه ګران دي، وچکالي ده، یو من بوس پروسږکال پنځوس روپۍ وو، سږکال سل روپۍ شوي دي، نور دلته د تبیلو کرایې هم جګې دي، موږ خپله یې هم له اطرافه راولو دلته سل دوه سوه په کې ګټو.

۲- قیمتونه جګ شوي دي، خو زموږ ډیرې پیسې پاټک باندې لږیږي، پیښور نه یې چې راولو ډيرې پیسې ورباندې لږیږي، د غوښې په بیه یې خرڅوو.

۳:- قیمتي له هغه ځایه ده، هلته زمونږ په مالونو باندې خرچه راځي نو ځکه یې دلته خلک قیمته خرڅوي، مونږ یې خپله له هغه ځایه په لوړه بیه راوړو بیرته یې دلته په لوړه بیه خرڅوو.

تر هغه ځایه چې مونږ ولیدل، د څارویو په مارکیټونو کې داسې خلک هم وو چې له یوې خوا یې په اختر کې قرباني کول فرض ګڼه، خو له بلې خوا یې د څارویو د بیو له لوړوالي شکایت کاوه.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې نه یواځې څاروي بلکې د اختر په رارسیدو سره جامې، وچه او تازه میوه او د ځینو نورو شیانو بیې هم لوړيږي چې ډير خلک یې د اخیستلو وسه او توان نه لري.

راپور: جميله ظریف
XS
SM
MD
LG