د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

عظیمي: د ملي اردو تجهیزات نږدې بشپړ شوي دي


د دفاع وزارت چارواکي وایي، دامهال د ملي اردو د روزنې اوسمبالښت چارې ګړندۍ شوي.
د دفاع وزارت چارواکي وایي، دامهال د ملي اردو د روزنې اوسمبالښت چارې ګړندۍ شوي.
په داسې حال کې چې له دوه زره او څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان کې د کورنیو ځواکونو له خوا د امنیت د ساتلو په اړه اندیښنې ورځ تربلې زیاتیږي؛ د دفاع وزارت وایي، چې ځواکونه به یې ترهغه وخته د امنیت ټینګیدو ته چمتو شوې وي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، دامهال د ملي اردو د روزنې اوسمبالښت چارې ګړندۍ شوي او نږدې ده، چې د تجهیزاتو له مخې په خپلو پښو ودریږي.

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان ملي اردو یوازې د هوایي ځواک له کمښت سره مخ ده، چې دغه تشه به یې هم پنځه کاله وروسته ډکه شي.

″له شک پرته افغان ملي اردو، د کمیت، کیفیت او سمبالښت له مخې د دې جوګه ده چې له دوه زره او څورلسم کال وروسته د هیواد کورنی او بهرنی امنیت وساتي.

اوسمهال افغان ملي اردو هغه تجهیزات لري، چې د امریکا اوردو یې کاروي.
له هوایي ځواک پرته د ملي اوردو نور تجهیزات نږدې بشپړ شوی دي، خو هوایي ځواک به هم په دوه زره او شپاړسم کال کې بشپړ شي.″

عظیمي زیاته کړه افغان حکومت هڅه کوي، تر دوه زره اوڅوارلسم کاله پورې یوه مسلکي، منظمه او د ملي روحیې درلودونکې اردو رامنځ ته کړي.

ښاغلی عظیمي په داسې حال کې د تجهیز د بشپړیدو خبره کوي، چې د دفاع وزارت لوی درستیز شیر محمد کریمي بیا ویلي، چې ځواکونه یې د پرمختللو وسلو او جنګي وسایلو له کمښت سره مخ دي.

په ورته وخت کې ځینې پوځي کتونکي هم په دې باور دي، چې افغان امنیتي ځواکونه د تجهیز او روزنې له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.

پوځي کارپوه جنرال امرالله امان ازادي راډیو ته وویل، چې که د افغان ځواکونو وسلې او جنګي وسایل نوي نه شي، نو له دوه زره او څوارلسم کال وروسته به د امنیت په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

جنرال امان د دفاع وزارت د ویاند هغو خبرو ته هم د شک په سترګه ګوري، چې وایي، افغان ځواکونه هغه وسلې لري، چې دامریکا له پوځ سره دي.

″موږ په اردو کې له یوولسو مسلکونه یوازې یو پیاده مسلک لرو، نور هېڅ شی هم نه لرو، امریکایان خو له لایزر شعا نه هم استفاده کوي، له هليکوپټر نه هم د لایزر په مرسته استفاده کوي، اما د افغانستان اردو باندې تراوسه پورې د ټانګ اعتماد نشته، دغې اردو باندې تراوسه د هوایي پوځ اعتماد نشته.

ای کاش چې دوی تراوسه دومره کړې وای، چې د توپچي صنف یې په پښو درولای وای.″

ځینې عام وګړي هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیا اندیښمن دي او وایي، چې له دوه زره او څوارلسم کال وروسته به ونه شي کړای، چې د هیواد امنیت ټینګ کړي.

خو د دفاع وزارت چارواکي دغو انديښتو ته په ځواب کې وایي، چې دامهال د ملي اردو شمېر یولک او پنځه اویا زرو ته رسیدلی او د ملي پولیسو سره اوږه په اوږه به وکړای شي، چې د هیواد امنیتي چارې ښې په لاس کې واخلي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG