د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره د ای.اېس.ای د ملاتړ هڅه کوي


نيويارک ټايمز وايي، د امريکا له فشار سره سره د ای. اېس. ای ځيني عناصر خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې چندان ګټه نه ويني.
نيويارک ټايمز وايي، د امريکا له فشار سره سره د ای. اېس. ای ځيني عناصر خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې چندان ګټه نه ويني.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې امريکا هڅه کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) ملاتړ ترلاسه کړي.

د ورځپاڼې په وینا، دا هڅې یوه میاشت وروسته له هغې پیل شوي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان استخباراتي اداره (ای. اېس ای) د حقاني شبکې په پټ ملاتړ تورن کړ.

په راپورونو کې راغلي، لکه څنګه چې هیلري کلنټن ویلي، امریکا له حقاني شبکې او نورو طالبانو سره د خبرو اترو، سولې او د جنګ پالیسي خپله کړې ده او سره له دې چې د حقاني ډلې پر ضد هوايي او ځمکني عملیات ترسره کوي، د پاکستان استخباراتي اداره هم هڅوي، چې طالبان خبرو اترو ته مجبور کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، لوی درستیز او د استخباراتو د ادارې مشر تېره میاشت پاکستان ته په سفر تللي وو، چې په دې هېواد خپل فشار زیات کړي، څو په خپله خاوره کې د سخت دریځو ډلو په ځانګړي توګه د حقاني شبکې پرضد عملیات پیل کړي.

مېرمن کلنټن په وروستيو کې د پاکستان د سفر په مهال پاکستان تر سخت فشار لاندې راوست. دې د پاکستان له سفره وروسته واشنګټن ته له ستنيدو سره سم کانګريس ته په وينا کې وويل، چې پردې مساله به چې کله دا راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د سيمې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د استانبول په غونډه کې برخه اخلي، ډير تمرکز وکړي.

نيويارک ټايمز وايي، د امريکا له فشار سره سره د ای. اېس. ای ځيني عناصر خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې چندان ګټه نه ويني ځکه داسې برېښي، چې دوي طالبانو ته په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتنې د يوې وسيلې په سترګه ګوري.

له طالبانو سره د معاملې او خبرو لپاره هلې ځلې په داسې حال کې کېږي، چې امريکا هيله لري، تقريباً يوه مياشت وروسته (ډسمبر ۵) د جرمني په بون (بن) کې د افغانستان په باب نړېوال کنفرانس ته د معاملې يا روغې جوړې يوه طرحه چمتو کړي.

د نیویارک ټایمز په وینا، د بارک اوباما په اداره کې د دې طرحې د بریا په اړه شکونه موجود دي، ځکه چې د پاکستان حکومت خپله ستراتیژي پلې کوي.
XS
SM
MD
LG