په داسې حال کې چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د لویې جرګې د رابللو هڅې ګړندۍ کړي په کابل کې د امریکا سفارت وایي چې دغه لویه جرګه به یوازې مشورتي بڼه ولري.
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال جیمز کنینګ هیم د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې، په دې جرګه کې باید داسې کسان ګډون وکړي چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند په ارزښت پوه شي:
(افغانستان یو خپلواک هېواد دی، زما درک دادې چې راتلونکې لویه جرګه به یوه مشورتي جرګه وي، نه تصمیم نیونکې.
زه هیله لرم، هرهغه څوک چې په دې جرګه کې د مشاور په توګه ګډون کوي په دې پوه شي، چې دامریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون ارزښت څه دی.)
نوموړي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې، که دغه جرګه د امریکا د ګټو خلاف پریکړه وکړي د دوي غبرګون به څه وي.
د لویې جرګې د تیاريو د کمیسیون مسولین هم وایي، چې دغه لویه جرګه مشورتي بڼه لري او له امریکا سره د ستراتيژیک تړون په اړه به هر ډول تصمیم د دغو مشورو په رڼا کې نیول کیږي.
د لویې جرګې د تیاریو د کمیسیون مطبوعاتي مسول صفی الله ځیر ازادۍ راډیو ته وویل چې، په دې جرګه کې د افغانستان د ټولو قومونو خلک ګډون کوي او داسې کسان دي چې د افغانستان ملي ګټو ته په کتو به مشورې ورکړي:
(اساسا د هېواد د ملي شخصیتونو سره مشوره کیږي چې له افغانستان سره د امریکا ستراتيژیک تړون څومره ګټوردی، د هغوی نظرونه پوښتل کیږي او د نظرونو په رڼا کې یې افغان حکومت خپله پریکړه کوي.)
ټآکل شوې په راتلونکې لویه جرګه کې چې د لړم په ورستې اونۍ کې جوړیږي د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه ۲۰۳۰ کسان ګډون وکړي.
له دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمیر غړیو هم غوښتنه کوله چې دغه جرګه باید مشورتي وي او د دوی په خبره که له امریکا سره د ستراتيژیک تړون خبره مطرح کیږي نو باید افغان لوړپوړي چارواکي او ولسي جرګه یې په اړه پریکړه وکړي.
په دې غونډه کې د امریکا د سفیر مرستیال څرګنده کړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ په ستراتيژیک سند کې هم پرمختګ شوی خو دایې ونه ویل چې کارونه یې څه وخت پای ته رسیږي.
د سفارت چارواکي وایي دامریکا او افغانستان د اړیکو ماهیت ډیر غښتلی دی او د ستراتيژیک سند په اړه یې باید پوره غور او فکر وشي.
راپور: اسدالله لودین