د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

پاکستاني ژورنالیستان:پاکستاني رسنۍ د افغانستان په باب منفي رول لوبوي


د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي اړيکو،چې له پيله یې چندیانې خونده نه وه،د طالبانو د حکومت تر پرځيدا او افغانستان ته د ناټو ځواکونو تر راتګ وروسته یوه داسې بڼه خپله کړې چې لکه دکال څلور فصلونه بدلیږي را بدلیږي.

کله په دواړو لوریو کې ونې له شنو پاڼو ډکې وي او کله بیا لکه د خزان باد وهلې ونې تشې او ځمکه پر رژيدلیو وچو پاڼو پوښلې وي،یا په بل عبارت کله دشهدو په شان خوږې او کله بیا د مرچو په شان ترخې وي.

یو شمير کارپوهان پر پاکستاني رسنیو نیوکه کوي چې،تل یې په دې لړ کې منفي کردار لوبولی او هڅه کوي څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ فاصلې د کمیدو پرځای لاپسې زیاتې شي.

په پيښور کې د ډيلي ټایمز ورځپاڼې مدیر اقبال خټک وايي سره له دې،چې د پاکستان ولس د افغانستان په باب مثبت نظر او بیسارې مینه لري خو رسنۍ ددې هرڅه برعکس تګلاره پرمخ وړي :

(له بده مرغه په پاکستاني ورځپاڼو او نورو رسنیو کې د افغانستان په باب داسې یو تصور موجود دی چې ګواکې افغانستان د پاکستان یو نژدې ګاونډی او دوست هیواد ندی،بلکې دشک په نظر وته کتل کیږي.)

نوموړی وايي،د مطبوعاتو منفي کردار او بیځایه تبلیغات نه یواځې دا،چې د دواړو دولتونو پر روابطو منفي اغيز لرلی شي بلکې دا اندېښنې به هم بیزایه نه وي چې د ولسونو ترمنځ مینه او ورورلي هم زیانمنولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه او ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی تر نوموړي هم څو ګامه مخته ځي او وايي :

(په مجموع کې د پاکستاني رسنیو رول په دې برخه کې ډير منفي دی،دغه رسنۍ اوس هم افغانستان ته د پاکستان د پينځم ایالت یاصوبي په سترګه ګوري)

خو پوښتنه داده،چې مطبوعات ولې د خپلو لوستونکیو یا کتونکیو د هیلو،غوښتنو او نظر برعکس د افغانستان په باب دغه ډول خپرونې کوي،په دې باب ژورنالیستان بیلابیل نظرونه لري :

عقیل یوسفزی وايي،پاکستاني رسنۍ لا هم په زاړه فکر کې دي او هغه دا چې کابل باید هرهغه کار وکړي چې پاکستان یې غواړي.

موږ وینو،چې کله هم په افغانستان کې دسولې او پرمختګ خبرې کیږي نو دوی حتی ورپورې ملنډې هم وهي.

د وحدت ورځپاڼې مدير پير رحمدل شاه بیا وايي،چې هره رسنۍ ځانته اهداف او ګټې لري، کنه نو د ولسونو ترمنځ خو هیڅ ډول ستونزه نشته،د دواړو خواوو دین یو دی،ترډيره ژبه او کلتور یو دی،خو د دواړو هیوادونو په رسنیو کې ژبني او قومي یعنې پښتو دري او پښتو پنجابي مسلې لویه ستونزه جوړه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک بیا پر شتمنو پښتنو نیوکه کوي چې دهغوی د لا پرواهۍ له وجې دا مهال د پاکستان پښتانه نه یواځې دا چې خپل تلويزيوني چینل یاپه ملي کچه ورځپاڼه نه لري بلکې د هر بل قوم په نسبت په رسنیو کې ډیرځپل کیږي :

(چې کوم شتمن خلک دي هغوی ټول زور جوماتونو جوړولو،څو څو حجونو،ډیرو ودونو او اولادونو زیږلو ته ورکړی،خو د قام ويښتیا او اړتیا ته هیڅوک پاملرنه نه کوي)

د رسنیو د مفني رول او د هغې د عواملو پشان ددې ستونزې د اواري او له منځه وړلو لپاره هم دغه ژورنالستان بیلابیل نظرونه لري،د خيبر پښتونخوا د ژورنالیستانو دسرتاسري ټولنې مشر ارشد عزيز ملک په دې باب ازادي راډیو ته وویل :

( تر څه وړاندې باید د دواړو خواوو ژورنالیستان په خپل منځ کې سره دوامداره اړيکې او راشه درشه ولري،د یوبل له ستونزو او مسائلو نه ځان خبر کړي او له نژدې وګوري چې اصل حقیقت څه دی. او که داسې نه وي نو پرتې ستونزې به ورځ تر بلې لاپسې زیاتیږي.)

اقبال خټک یوارې پر پاکستاني رسنیو نیوکه کوي او وايي چې که شتمنې او مهمې رسنۍ په کابل کې خپل استازي ولري ښايي دا ستونزه تر ډيره اواره شي :

(په پاکستاني رسنیو کې چې زه یوه بله کمزوري یا ستونزه وینم هغه داده چې موږ ولې افغانستان ته سفرونه نه کوو،ولې په کابل کې خپل خبريالان او استازي نه لرو،همدا،چې په دویم لاس خبرونه تر موږ رارسیږي یا له تشو اوازو ماثره کیږو نو ښکاره خبره ده چې د رسنیو به همداحال وي)

پاکستان په سیمه کې یو له هغو هیوادونو دی،چې یو زیات شمیر د تلويزيون خبري څليریشت ساعته کانالونه،په سلګونو ورځپاڼې،اونيزۍ،میاشتنۍ او نورې چاپي رسنۍ پکې خپریږي او ورځ تر بلې د خبري رسنیو شمير پکې مخ په زیاتیدو دی.

د نورې نړۍ پشان دلته هم دهر تلويزيوني چینل،خبري اژانس او چاپي رسنیو تګلاره له یوه بل سره توپير لري،خو یوه خبره، چې ټول پرې متفق دي هغه پاکستان ته وفاداري او ملي ګټو ته ژمنتیا ده.

ددې ترڅنګ د افغانستان په باب نژدې د ټولو رسنیو په دریځ کې چندیانې توپير نه لیدل کیږي او هغه دا چې په هره رسنۍ کې له خبرونو نیولې تر سرمقالو او تبصرو پورې تر ډيره منفي خبرې کیږي.

سره له دې چې ددې هیواد ولس له افغانستان او افغانانو سره بیسارې مینه لري،خو رسنۍ بیا برعکس تګلاره پرمخ وړي.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG