د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

له افغانستانه د بهرنيانو په وتلو سره به څوک پر سيمه واک چلوي؟


په داسی حال کې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه له لسو کالو واوښته، اوس ډيرتمرکز پر دې دی چې متحده ایالات به نور څومره په سیمه کې خپل حضور وساتی.

خو دغی پوښتنی ته تراوسه چا ځواب نه دی ویلی چې بالاخره به څوک له دغو حالاتو ډیره ګټه پورته کوی.

اروپایی اتحادیه او متحده ایالات د خپلو ماموریتونو په وروستۍ مرحله کې دی، روسیه، هند او نور نژدی قدرتونه نه ظرفیتونه لری او نه هم هغه امکانات چې پر سیمی خپل نفوذ ټینګ کړي.

د سیمی بل قوی لوبغاړی چین، چې د سیمه ییز لوی قدرت په توګه راڅرګندیږی، له دی ویریږی چې په یوه بهرنی کړکیچ کې یې پښه بنده نه شی (ښکیل نشی)، خو له دی سره سره دا هیواد نه غواړی چې په افغانستان کې له خپلو ګټو تیرشی ځکه له دی هیواد سره ګډه پوله لری.

چینایی کمپنیو په افغانستان کې د پام وړپانګونه کړی، د عینکو د مسو د کان په تعقیب د افغانستان په شمال کې د تیلو په حوزه کې پانګونه کوی. که څه هم چینایی کمپنۍ په وروستی مرحله کې په بامیانو کې پروت د حاجی ګک د اوسپنې د کان د استخراج لپاره په داوطلبی کې له ګډون کولو تیرې شوې، خو له دی سره سره دغو کمپنیو په دی هیواد کې د مخابراتو په سکتور، لارو او سړکونو او د اورګاډی د پټلۍ جوړولو په شمول چې افغانستان له سیمی سره ونښلوی، د بنسټیزو تاسیساتوپه رغولو او پراختیا کې ډیره پانګونه کړی ده.

خو د فارن پالیسی خپرونی په وینا چین په افغانستان کې د امنیتی سکتور په برخه کې زیاته پانګونه نه ده کړی. پیکینګ په دی برخه کې د ناټو پرهلو ځلو حساب کوی او هم ضمناً په سیمه کې د خپل نژدی متحد اسلام اباد پر ملاتړ اتکا کوی.

د فارن پالیسی د خپرونی څیړونکې د وروستۍ مسئلی د روښانولو لپاره د یوه افغان لوړرتبه چارواکې خبره را اخیستی چې ورته ویلی یې دي:

چین اکثرا د بنسټیزو پروژو قرارادودونه ظاهرا په هغو سیمو کې ترلاسه کړی چې پاکستان ته نژدی دی. د هغه په وینا داسی استدلال موجود دی چې که په دغو سیمو کې پروژی چینایی کمپنیو ته ورکړل شی نو به په یوډول دغه سیمی له نسبی امن څخه برخمنی شی اود بیارغونی د پروژو چاری به هم پرمخ لاړی شی.

د خپرونی په وینا که څه هم دا څرګنده نده چې ترڅه حده دا یو ټاکونکى فکتور دی خو داسی ښکاری چې د افغانستان په اړه د چین د بهرنی پالیسی په محور کې اساسی رول پاکستان لوبوي.

د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې ډيری مظبوطی دی. دواړه هیوادونه د سوداګرۍ، اټومي وسلو، د مخدره موادو پرضد د مبارزی په برخو کې له نژدی همکاری لری او هم یی په سیمه ییزه سطحه د بل سیمه ییز لوبغاړی هند په وړاندی ګډ دریځ غوره کړی دی.

دواړو هیوادونو دغه اړیکې دومره ژوری او قوی توصیف کړی چې هیڅ انتها نه لری.

فارن پالیسی خپرونه وړاندی لیکي:

چین چې د افغانستان په اړه یو غیرفعال بهرنی لوبغاړی بلل کیږی، نه غواړی چې په سیمه کې خپل نفو‌ذ پراخ کړی بلکې په ډیری لیوالتیا یی میدان خپل نژدی متحد پاکستان ته پریښی چې اساسی رول ولوبوی.

د اهغه تګلاره ده چې چین ورڅخه له کلونو راهیسی کاراخیستی دی. چین په دی خاطر د افغانستان په لانجه کې له مداخلی ډډه کړی چې ویریږی چې د یوی ښکیلی خوا د ملاتړی په توګه د راڅرګندیدو په صورت کې به په خپل نارامه ولایت شینجین کې سخت دریځو بیلتون غوښتونکو ته پلمه په لاس ورکړي.

چین په دی باور دی چې په افغانستان کې د ناټو ماته د دی هیواد په ګټه ده او په دی هیواد کې د ناتو د هلو ځلو بریالیتوب به د چین په زیان وی.

خو یوشمیر نور بیا په دی باور دی چې په هرصورت د افغانستان مسئله بایلونکې ده او دا هیواد د امپراطوریو هدیره وه.

فارن پالیسی خپرونه لیکي:

چین دی مسلی ته په پام سره چې په افغانستان کې یی د بیارغونی په چارو کې د پانګونی لار غوره کړې، ګومان کوی چې په دی هیواد کې په سیاسی برخه کې له پانګونی پرته په ملکي برخه کې پانګونه به په دی هیواد کې د پیکنګ اوږدمهاله ګټی خوندی کړی.

د خپرونی په وینا دا چې چین د افغانستان د امن کولو په هلوځلو کې تراوسه بی تفاوتی غوره کړی یوعلت یی دادی چې پیکنګ نه پوهیږی چې واشنګټن په افغانستان کې څه ډول لوبه پرمخ وړي.

دې هیواد غوره ګڼلی چې د دغی لوبی دوام ته پام سره په افغانستان کې په مشخصو برخو کې خپلی پانګونی ته دوام ورکړی. د چین دغه پانګونه به د افغانستان په جوړولو کې د لویدیځ له اهدافو سره مرسته نه بلکې په خپله به د دی هیواد اوږدمهاله ګټی تامین کړی چې کله بهرنی ځواکونه له دی هیواده ووځي.
XS
SM
MD
LG