په کندهار ښار کې د سهار له شپږو بجو راهیسې پیل شوې جګړه، نږدې دوه بجې پای ته ورسیده.
دریو وسله والو مخالفینو نن سهار شپږ بجې، د ″ای ار ډي″ موسسې پر ودانۍ وسله واله حمله وکړه، چې نږدې اته ساعته یې دوام وکړ.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې په دې نښته کې د ″ای ار ډي″ دفتر ودانۍ زیانمنه شوې، خو د ″یو ان ایچ سي ار″ یا د ملګرو ملتونو د ګډوالو په چارو کې د عالي کمیشنرۍ دفتر ودانۍ نړیدلې ده.
د مقامانو د معلوماتو له مخې په دې برید کې شپږ کسه وژل شوي، چې درې ملکي وګړي او درې نور یې د شپږمې حوزې د امر په ګډون دوه پولیس وژل شوي دي.
نوموړي په دې بریدونو کې د ″ای ار ډی″ د دفتر د نیپالي ساتونکي په ګډون یو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.
طالبانو د برید مسوولیت اخیستی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې یې بهرنیو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، خو چاوراکي یې ادعا نه مني.