د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په قرغزستان کې د ولسمشری ټاکنې وشوې


په قرغزستان کې د ولسمشرۍ انتخابات یوکال او شپږ میاشتې وروسته له هغې ترسره شول، چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر کورمان بیګ باقییف د مظاهرو په ترڅ کې له قدرته لیرې شو.

رایې ورکونکي پرون د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړل څو د یوې شپږ کلنې دورې لپاره نوی ولسمشر وټاکي.

د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو وویل، لومړني رسمی نتاییج ښیي چې پخوانی صدراعظم الماس بیګ اتم باییف چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره یې د صدارت له دندې استعفا کړې، له خپلو پنځلسو رقیبانو مخکې دی.

د انتخاباتو چارواکو پرون ناوخته د انتخاباتو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته وویل، چې په سلو کې اویا رایې شمېرل شوي او نتاییج یې ښیي چې ۵۵ کلن اتم باییف په سلو کې ۶۵ رایې ګټلي دي.

د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو وویل، چې لومړني احصایې ښیې چې د درې میلیونو مسحقو رایې ورکونکو په سلو کې څه باندې شپیتو یې په دغو انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

چارواکو دا منلې، چې په رایی پاڼو کې د اشتباهاتو له امله سلګونه رایې ورکونکي د خپلو رایې له کارولو بې برخې شوي خو د قرغزستان د پارلمان پخواني ریس اداخان مادومروف چې یود مخکښو کاندیدانوله ډلې دی، د پراخو سرغړونو ادعا کړې ده.

قرغزستان چې شاوخوا پنځه میلیونه نفوس لري، له ستراتیژیکي پلوه په داسې یوې حساسې سیمه کې پروت دی چې شاوخوا ترې پنځو قوي ګاونډیانو کړۍ تاو کړې ده.

د باقییف له لیرې کېدو دوه میاشتې وروسته قرغزستان په فرقه یې شخړو کې ښکیل شو، چې د هېواد په جنوبي برخه کې د قرغزیانو او ازبکانو ترمنځ په راپورته شوي تاوتریخوالی کې نژدې پنځه سوه کسان ووژل شول.

یو شمېرکاندیدانو په تیره هغوي چې په جنوبي برخې پورې تړلي دي خبرداری ورکړی چې که د انتخاباتو نتایج د دوي په خوښه نه وي، نوبه په جنوب کې قهرجنې مظاهرې راوپاروي.
XS
SM
MD
LG