د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د استانبول په کنفرانس کې به هند هم ګډون وکړي


که څه هم تېر کال ترکيې هند ته د افغانستان په باب په جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورنه کړه، خو د هند د بهرنيو چارو وزير ايس، ايم کرشنا به راروانه اوونۍ ترکيې ته لاړ شي چې د افغانستان په باب په جوړېدونکي سږني کنفرانس کې برخه واخلي.

د هند ډېلي نيوز خبري اژانس له راپور سره سم، ښاغلى کرشنا به په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د ملت جوړونې په مسئله کې د هند پر رول رڼا واچوي.

د افغانستان په باب د ترکيې په استانبول کې دغه کليدي او مهم کنفرانس د راروانې چهارشنبې په ورځ جوړېږي، چې په کې په افغانستان کې د روغې جوړې او د سولې د ټینګښت لپاره د سیمې او ګاونډیو هیوادونو څخه د همکارۍ ژمنه اخيستل کیږي.

د استانبول د کنفرانس د تياريو لپاره په کابل کې څو- څو ځلې لومړنۍ غونډې هم شوي او افغان چارواکو هم دا کنفرانس د افغانستان د برخليک لپاره مهم بللى دى.

د امريکا په ملاتړ په دغه کنفرانس کې د روغې جوړې پر مسئله او په ٢٠١٤م کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان پر امنيتي وضعيت خبرې او بحثونه کېږي.

د استانبول مخکېنى کنفرانس د تېر ميلادي کال په جنورۍ کې جوړ شوى و، د ډېلي نيوز خبري اژانس په حواله دغه کنفرانس وروسته تر هغه جنجالي شو، چې د هند نوم ويل کېږي چې د پاکستان په ټينګار او غوښتنه د ګډونوالو له ليست څخه ليرې کړاى شو.

په هغه کنفرانس کې افغانستان، پاکستان، بريتانيا، امريکا، ايران، چين، سعودي عربستان، قرغزستان، روسيې او نورو هېوادونو برخه درلوده.

اژانس زياتوي، نوى ډيلى په شفاف ډول د افغانانو په مشرۍ د بيارغونې پروسه غواړي چې په دې پروسه کې د هند حکومت، د ولسمشر کرزي له ادارې سره هرې ممکنه مرستې ته تيار دى.

افغانستان او هند په وروستيو کې د ستراتيژيکو همکاريو يو دوه اړخيز سند لاسليک کړ، دا د خپل ډول لومړنى سند ګڼل کېږي چې افغانستان يې له يوه هېواد سره لاسليکوي، د همکاريو د دې سند پر اساس به هند د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او تجهيز کې مرسته کوي.

له افغان دولت سره د هند ځينې مرستې او ښه ارتباطات وخت ناوخت د هند د سرسخت رقيب پاکستان عکس العمل پاروي.
XS
SM
MD
LG