د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د کندهار د حج او اوقافو ریس په بمي برید کې ټپي شو


د کندهار د حج او اوقافو ریس مولوي نور العزیز اغا
د کندهار د حج او اوقافو ریس مولوي نور العزیز اغا
د کندهار د حج او اوقافو ریس مولوي نور العزیز اغا نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په ښور اندام سیمه کې د لاسي بم په یوه برید کې زخمی شو.

د کندهار د حج او اوقافو یوه چارواکي عبدالخالق ازادۍ راډیو ته وویل، چې نورالعزیز اغا د حاجیانو کیمپ ته روان وو، چې پر موټر یي د لاسي بم برید وشو.

دی وایي، په پېښه کې یوازې ریس سطحي زخمي شوی نورو کسانو ته تلفات نه دی رسیدلی .

نور العزیزاغا له دې وړاندې په کندوز کې د طالبانو والي وو، چې په دې وروستیو کې د سولې له پروسې سره یوځای شو.

په تیرو لشو ورځو کی دا دوهم ځل دی چې د حج او قافو پر ریس برید کیږي له دی څخه یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر ده چاودنه وشوه چې هیڅ زیان ورته ونه رسید.

د دغه برید مسوولیت د دولت وسلوالو مخالفینو په غاړه اخیستی د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دغه برید کې یي د حج او اوقافو ریس د دریو ساتونکو سره ټپي کړی.

محمدصادق رښتینی،کندهار
XS
SM
MD
LG