د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

له پاکستانه هېواد ته د کډوالو ستنېدنه ٦٠ فيصده کمه شوې


UNHCR وايي سږکال ٦٠ زره افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په دې شمېر کې ٤٣ زره له پاکستان او ١٧ زره له ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي، که څه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ايران څخه د کډوالو د ستنېدو شمېر دوه برابره زيات شوى، خو له پاکستانه د کډوالو ستنېدنه ٥٩ فيصده راکمه شوې ده.

په پاکستان کې افغان کډوال تر ډېره په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې ژوند کوي، چې دغه لانجمن ايالتونه له افغانستان سره پر پوله پراته دي د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې پرتې سيمې ناامنې ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه وايي زيات افغانان د افغانستان ناامنو سيمو ته له تګ څخه ډډه کوي، ځکه په دغو سيمو کې محدود پرمختګونه شوي دي، زياتو کډوالو ويلي ناسم امنيتي وضعيت او د ژوند لپاره د فرصتونو کموالى هغه دلايل دي چې خپل هېواد ته يې د دوى د تګ لېوالتيا کمه کړې ده.

د تېرو لسيزو د جګړو پر مهال په مليونونو افغانان پاکستان، ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شول.

دا مهال په پاکستان کې ١٧ لکه افغان کډوال مېشت دي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي په دې جمله کې نيمايي افغانان له افغانستان دباندې زېږېدلي خو بيا هم په هېواد کې ملکيتونه نه لري.

له ايران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو علت ظاهراً د ايران روان اقتصادي چلنجونه ښوول شوي دي.

د ايران د اټومي پروګرام له کبله چې پر دغه هېواد نړيوال بنديزونه لګول شوي، د ايران حکومت له ځينو مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان دى.

له ٢٠٠١م کال راهيسې شا و خوا ٤ اعشاريه ٦ مليونه افغانانو، چې خپل هېواد ته ستانه شوي د ملګرو ملتونو، افغان حکومت او نورو مرستندويو ټولنو له لوري يې مرسته ترلاسه کړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري يا UNHCR وايي، ټولټال ٥ اعشاريه ٧ مليونه کډوال له افغانستان او ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې تقريباً د افغانستان د نفوس ٢٥ فيصده برخه جوړوي.
XS
SM
MD
LG