د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د اتصالاتو مخابراتي شرکت افغان کرکټ بورډ سره مرستې وکړې


د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت ژمنه وکړه چې تر درې کلونو پورې به د افغانستان له کرکټ بورډ سره لازمې مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولینو وویل، د اتصالاتو له دې مرستې سره به د افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو ډیری ستونزې اوارې او دا هیله به زیاته کړي چې د افغانستان کرکټ په ډیرو سیمه ایزو او نړېوالو سیالیو کې، لا بریالیتوبونه د ځان په برخه کړي.

د مرستو تړون د چهارشنبی په ورځ په کابل کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت او د افغانستان د کرکټ بورډ ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې به د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت، د افغانستان د کرکټ بورډ د اړتیاو د پوره کولو او د لوبغاړو د ظرفتیونو د لوړولو په لاره کې، هر ډول مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د تړون په یوې ماده کې دا هم ذکر شوي چې، اتصالات به د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ته یوه اندازه میاشتنی تنخوا هم وټاکي.

افغان کرکټ بورډ سره د اتصالاتو د مخابراتي شرکت د مرستو تړون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دواړو لورو د مسئولینو له خوا لاسلیک شو.

د اتصالاتو د مخابراتي شرکت د اجرایوي چارو مرستیال« یاسر ابوالعمایم» وویل:

«موږغواړو سربیره پر افغان کرکټ د دې هېواد له نورو ورزشونو سره هم مرسته وکړو، په افغانستان کې د ورزش وده، د سولې د راوستلوغوره لاره ده او افغان نوی نسل به دې لارې ته رهنمایي کړي.»

په افغانستان کې د کرکټ لوبه شاوخوا لس کاله کېږي چې پیل شوې ده، خو لیدل کېږي چې مینه وال یي له یوې ورځې نه بلې زیات او لمن یي په تیزی سره له یو ولایت نه بل ته خوریږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولینو وایي، افغان کرکټ ټیم له تیرو لسو کلونو راهیسي په ډیرو لږو مالي او تخنیکي امکاناتو وکړای شول، په سیمه ایزو او ځینو نړېوالو مسابقو کې ښه وځلیږي او د پام وړ بریاوې د ځان او هېواد په برخه کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم اله دانش وویل، د اتصالاتو مخابراتي شرکت د افغانستان له کرکټ بورډ او لوبغاړو سره له څو کالو راهیسي د دوي مالي او تخنیکي مرستې کړي چې نتیجې یي د افغانستان د کرکټ د ټیمونو په بریاو کې څرګندې شوي دي.

ده د افغان کرکټ بورډ او اتصالاتو ترمنځ د تړون په هکله وویل:

«اتصالات ژمنه وکړه چې، په ننګرهار او کابل کې به د کرکټ د روزنې دوه اکاډمی جوړوي، د ملي ټیم، له نولس کلنو لاندې ټیم او د الف ټیم، پنځه څلویښت لوبغاړو ته به میاشتنۍ تنخوا ورکوي. مجله به یي چاپوي، انټرنټ به ورکوي او ویب سایټ به یي چلوي.»

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ بورډ پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ شوی، چې له مخې به یي د هېواد په یو شمېر ولایتونو له کابل، ننګرهار، سمنګان، بغلان، کندز او ځینو نورو کې د کرکټ لوبغالی ولري.

کرکټ بورډ وایي، اوس مهال د هېواد د شلو ولایتونو کابو اویازره د کرکټ ورزشکاران له دوي سره راجستر شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، له نولس کلنو لاندې او د
« الف » ټیم په لږه موده او لږو امکاناتو ډیر بریالیتوبونه د ځان په برخه کړل، خو خلک وایي، دا ټیمونه بیا هم د مجربو استادانو لارښوونو ته ضرورت لري او کرکټ بورډ باید په لومړي سر کې د کرکټ د بالینګ او بیټنګ د برخې استادان بشپړ کړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG