درې تنه ځان وژونکي چې سپکې او درنې وسلې ورسره دي په كندهار ښار كې د ولایتي بیارغونې یا پر پي ار ټي پر ودانۍ برید کړی.
برید کوونکو د ولایتي بیارغونې یا پر پي ار ټي ودانۍ ته نږدې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ د ودانۍ څخه په استفادې ډزې کوي.
د کندهار د امنیي قومندان جنرال عبدالرازق د پېښې په اړه وایي، چې برید کوونکي درې تنه دي او په سیمه کې یي د چاودیدونکو توکو ډک موټر هم درولې او مقاومت کوي.
دی وایي چې تر اوسه په بریدونو کې تلفات نه دي اوښتي او سیمه د افغان او نړېوالو ځواکونو له خوا کلابنده ده .
بل خوا د دولت وسلوال مخالفینو د دغه برید مسوولیت منلی، په سویلي حوزه کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، چې دغه برید د دوي ملګرو کړی.
د کندهار د ولایتي بیارغونې یا پي ار ټي دفتر د کندهار ښار په شمال ختیځ کې د منزل باغ په سیمه کې موقعیت لري.
بل خوا د روغتون چارواکي وايي، چې دوي ته درې تنه زخمیان او یو مړی راوستل شوی چې مړی ملکي دی او په ټپیان کې یو د ایساف ژباړن دی او نور ټپیان هم ملکیان دي.
په عین وخت کې په پنجوايي ولسوالۍ کې هم موټر بم چاودنه شوې چې تلفات نه لري او د سیمي د امنیت لپاره څرخي الوتکې ګرځېدې.
محمدصادق رښتینی