د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۰

“په لویو ښارونو کې به د مخابراتو په برخه کې د(3G) سیسټم فعال شي”


افغان حکومت غواړي په راتلوونکو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د مخابراتو په څانګه کې د (3G) سیسټم فعال کړي، خو خلک بیا وایي، چې حکومت باید له دې کاره مخکې د دې ټیکنالوژۍ کنترول، کیفیت او بیي ته جدي پام وکړي.

د دوې په خبره د اوسنیو تیلفیوني خدمتونو بیي لوړې او کیفیت یې سم نه دی او د ګټو ترڅنګ یې خلکو ته زیان هم رسیږي، چې لازم کنټرول یې نه کیږي.

عامو خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې که له یوې خوا دې نوي ټیکنالوژۍ ته خوښي ښووله خو له مخابراتو وزارته غواړي، چې د تري جي سیسټم ټینګ څار او بیو ته ډیر پام وکړي.

“ عمران: 3G زموږ ستونزې حل کوی شي، خو باید چې کیفیت یې ښه او بیې یې کښته وي، اوسني ټیلیفونونه چې کاروو کیفیت یې ډیر کښته او بيی یې ډیري لوړي دي.

محمد اشرف: اساسي خبره دا ده، چې موږ ښه اقتصاد نه لرو او د ټیلیفونونو بيي ډیرې لوړي دي، حکومت باید دا سیسټم کنټرول کړي.

رفیع الله: 3G ښه سیسټم دی که ارزانه وي او ښه کیفیت ولري، حکومت باید د خلکو اقتصاد په پام کې ونیسي او دولت باید کنټرول باندي ولري، اوس په ټلیفون کې خلکو ته مزاحمت کیږي او ګواښ ورته کیږي.”

تري جي(3G) تر ډیجیټل او انالوګ مخابراتي سیسټمونو پر مختللی سیسټم دی او د دې مخابراتي ټیکنالوژۍ له لارې، د خبرو تر څنګ د موبایل ټیلیفون له لارې کېدلای شي، تیز انټرنیټ ولري او د تصویرونو او ویډیو د لیږلو توان هم لري.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر امیرزي سنګین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا مخابراتي سیسټم به په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د هېواد په لویو ښارونو کې فعال شي:

“3G هغه ټیکنالوژي ده، چې د خبرو په څنګ کې تصویر او ویډیو هم انتقالولای شي او تر ټولو مهمه په تري جي کې دا ده چې ټولو افغانانو ته تیز انټرنیټ برابروي.

تقریباً په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به د 3G مخابراتي خدمتونه د افغانستان په لویو ښارونو کې فعال شي.”

ښاغلي سنګین زیاته کړه، په دې برخه کې په نړېواله کچه د داوطلبۍ اعلان شوې او تراوسه د منځني ختیځ، اروپا او امریکا څخه 6 شرکتونو خپل وړاندیزونه دوي ته وړاندې کړي.

ده هیله څرګنده کړه، چې په دې اړه نور شرکتونه هم خپل وړاندیزونه ورته وسپاري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې 1.7 میلیارډه ډالره پانګونه شوې او د تري جي په فعالېدو سره به هم دومره نوره پانکه واچولی شي.

اوس په افغانستان کې 5 مخابراتي شرکتونه د جي، اس، ام او ډیجیټل سیسټمونو له لارې کار کوي، خو خلک له اوسنیو مخابراتي خدمتونو څخه خوښ نه دي او وایي، چې د دوي د خدماتو کیفیټ ټیټ او بیي یې لوړي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG