د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

"د 39 شمیرې نمبر پلیټ په بدل کې رشوت اخیستل کیږي"


وروسته له هغې چې د کابل د ترافیکو په ریاست کې د نمبر پلیټونو شمېره نهه دیرش زرو ته ورسېده، نو د ویش لړۍ یې ټکنۍ شوه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د کابل د ترافیکو په ریاست کلک انتقادونه کوي او وایي چې دغه ریاست له پلیټ اخیستونکو څخه له ټاکلي حده زیاتې پیسې اخلي.

د ولسي جرګې غړی نصرالله صادقي زاده وایي، چې د ترافیکو ریاست هره ورځ زر نمبر پلیټونه ویشي او د دې لپاره چې د پلیټ په پیل یامنځ کې د نهه دیرش شمېره را نه شي له مراجعینو څخه لس زره افغانۍ رشوت اخلي:

(د ترافیکو ریاست په یوه ورځ کې زر نمبر پلیټونه ویشي، دوي له هر موټر څخه لس زره افغانۍ اخلي هغه د دې لپاره چې، د نمبرپلیټ په پیل،منځ یا پای کې د نهه دیرش شمیره را نه شي.

دوي چې زرو موټرو ته په ورځ کې پلیټ ورکوي او له هر یوه نه لس زره زیاتي اخلي دا خو د ورځې یو میلیون افغانۍ کیږي.)

د کابل ښار دننه او ولایتونو کې هغو موټرو ته په سپکه سترګه کتل کیږي چې په نمبر پلیټ کې یې د ۳۹ شمېره راغلي وي.

ځینې کسان په دې باور دي، چې د ۳۹ شمیره د بې غیرتۍ معنې لري او هر د چا په پلیټ کې، چې دا شمېره موجوده وي د هغو پسې خندا کوي.
ځینې کسان په دې باور دي، چې د ۳۹ شمیره د بې غیرتۍ معنې لري
ځینې کسان په دې باور دي، چې د ۳۹ شمیره د بې غیرتۍ معنې لري

د کابل ښار ځینې موټر پلورونکي هم وایي، چې د پلیټ اخیستو په وخت کې لس ترپنځلسو زرو رشوت ورکوي چې موټر ته یې د نهه دیرش پلیټ ور نه کړل شي.

دوي وایي، له کومې ورځې چې د نهه دیرش نمبر پلیټ خبره راپورته شوې د موټرونو بازار هم ټکنی شوی،خو د کابل د ترافیکو ریس جنرال نورالدین همدرد وایي، دغه خبرې هیڅ حقیقت نه لري او د ترافیکو مسولین په پوره ایماندارۍ سره خپل کارونه پرمخ بیایي:

(خلک په هېواد او بهر کې هرڅه وایي، ولسي جرګه صلاحیت لري چې موږ ور وغواړي او له موږ نه پوښتنه وکړي او یا هم خپل استازي موږ ته راولیږي چې موضوع له لنډې وګوري.

که خدای مه کړه زموږ په ریاست کې څوک فساد کوي نو دوي حق لري چې هغه د قانون منګولو ته وسپاري، دا د ولسي جرګې قانوني حق دی موږ ته هیڅ ستونزه نه ده.)

د نهه دیرش شمېرې په اړه د غه ناوړه تعبیر څو کاله وړاندې په هرات ولایت کې چې له ایران سره ګډه پوله لري رامنځ ته شو خو اوس دغې ستونزې د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو ته هم مخه کړې.

د راپورونو له مخې دا مهال په هرات ولایت کې د نهه دیرش شمېرې نمبر پلیټ ویشل بند شوي دي او خلک د دې تمه لري چې په کابل کې هم باید ورته کار وشي.

د افغانانو پیاوړي فرهنګ ته په کتو داسې ښکاري چې دغه ستونزه د فرهنګي یرغل یوه برخه ده او تمه کیږي چې د حل لپاره یې جدي هلې ځلې وشي.
XS
SM
MD
LG