د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د ایکنبیري د څرګندونو په اړه د افغانستان د فاع وزارت غبرګون





افغان دفاعي چارواکي مني، چې د اوس لپاره له نړیوالو مرستو پرته خپل ځواکونه نه شي تمویلولی، خو د ایکنبیري له دې خبرې سره مخالف دي، چې ګواکې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغان ځواکونو لګښتونه د ټولو عایداتو درې برابره زیات وي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی د خپلو ځواکونو د تمویل په برخه کې کومه اندیښنه ځکه نه لري، چې له دوی سره په دې برخه کې نړیوالې ژمنې موجودې دي.

د ده په خبره د بن د دویم کانفرانس او په شیکاګو کې د جوړیدونکې غونډې یو اساسي هدف هم د افغان ځواکونو د تمویل څرنګوالې دې.

″موږ ډیر روښانه دلایل لرو، هغه اندازه پیسې، چې دوی ورته په خپلو خبرو کې اشاره کړې سمه نه وي، ځکه هغه ټولې هڅې، چې په دې وروستیو کې روانې دي او په تیره بیا په جرمني کې د بن د دویمې ناستې یو اساسي هدف هم د افغان ځواکونو اوږد مهاله تمویل دی.

د شیکاګو غونډه هم، چې د ناټو د مشرانو له خوا جوړیږي، د بحث یوه اساسي موضوع یې د افغان ځواکونو تمویل او په دې اړه د یو میکانیزم موندل دي.″

جنرال ایکنبیري، چې په اسټرلیا کې یې یوې غونډې ته وینا کوله دا په زغرده وویل، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغان ځواکونو لګښت د افغانستان د ټولو عایداتو درې برابره زیات وي.

د ده په خبره دا هغه څه دي، چې د نړیوالې مرستې پرته افغانستان یې یوازې خپله د اچتولو وس نلري او دغه ځواکونه به بقا ونکړي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو د پورته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ضروري وبللې، خو وایی، چې د افغان ځواکونو لګښتونه به ترهغه څه کم وي، چې ایکن بیري ورته اشاره کړې.

جنرال عظیمي وویل، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالښت چارې تر ډیره بشپړوي او دا هغه څه دي، چې په لګښتونو کې کمښت راولي.

د ده په وینا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته ددوی د اټکل له مخې حالات به هم د زیات مثبت بدلون شاهد وي.

″کله چې د تعلیماتو له پلوه ستاسو د ملي اردو کمیت بشپړ شو، نور نو تاسو په دې هجوم سره روزنې ته اړتیا نه لرﺉ. البته د روزنې هجوم به په ټیټه کچه وي څو تاسو وکولې شی، چې خپل کمښت پوره کړۍ.

له یوې خوا دا لګښتونه کمیږي او له بل لوري زمونږ او د نړیوالې ټولنې ګډه وړاندوینه داده، چې په امنیتي حالاتو کې به مثبت بدلون راشي او اوس هم دا بدلون لیدلې کیږي.″

د افغان ځواکونو د تمویل په اړه دا اندیښنې پداسې حال کې پورته شوي، چې افغان دولت هم هڅه کوي، څو یو داسې ځواک ولري، څو د خپلو کورنیو منابعو په مټ یی تمویل کړای شي.

خو تراوسه دا نده څرګنده، چې نړیواله ټولنه، چې اوس مهال یی د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالښت بهیر ګړندې کړې په خپلو راتلونکو ناستو کې به په دې برخه کې د څه ډول مرستو ژمنې وکړي.
XS
SM
MD
LG