د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د امنیتي مسوولیتونو د لېږد بهیر دویم پړاو په ۱۷ ولایتونو کې عملي کږي


د اولسو ولایتونو والیان په کابل کې راغونډ شوي دي.
د اولسو ولایتونو والیان په کابل کې راغونډ شوي دي.
افغان چارواکو نن چهارشنبې په کابل کې هغه اولس ولایتونه په ګوته کړل، چې تمه کیږي، د امنیت د انتقال د پروسې دویم پړاو په کې عملي شي.

د همدغو اولسو ولایتونو د والیانو غونډه هم په کابل کې رابلل شوې، چې د دې پروسې د عملي کیدو په اړه ورسره خبرې وشي.

په دې غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالخالق فراهي وویل، راتلونکې میلادي میاشت د استانبول په کنفرانس کې به جمهوررییس حامد کرزی په خپله په رسمي توګه هغه ولایتونه اعلان کړي، چې امنیت یې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته انتقالیږي.

د هغه لست له مخې چې د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا برابر شوی، هغه ولایتونه او سیمې چې په راتلونکې مرحلې کې یې امنیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، په دې توګه دي:

د ولایتونو لیسټ:
۱- بلخ: -- ټول ولایت
۲- دایکندي -- ټول ولایت
۳- پروان -- ټول ولایت
۴- نیمروز -- ټول ولایت
۵ - سمنګان -- ټول ولایت
۶- سرپل: -- ټول ولایت
۷ - تخار -- ټول ولایت
۸- غزني -- یوازې د غزني ښار
۹- غور -- د جغچران ښار
۱۰- کابل -- د سروبي ولسوالۍ (د نور کابل امنیت په لومړي پړاو کې سپارل شوی و.)
۱۱- هرات -- له شینډنډ او چشت شریف ولسوالیو پرته ټول ولایت
۱۲- هلمند -- د ناوې ولسوالۍ ( د لښکرګاه ښار امنیت له پخوا افغان ځواکونو ته سپارل شوی.)
۱۳- لغمان -- د قرغه یي ولسوالۍ ( د مرکز مهترام امنیت په لومړي پړاو کې سپار شوی و.)
۱۴- ننګرهار -- جلال اباد ښار او د بهسودو، کوز کونړ، کامې او سرخ رود ولسوالۍ.
۱۵- میدان وردګ -- میدان ښار، د بهسودو لومړۍ حصه او د بهسود مرکز.
۱۶- بدخشان -- مرکز د فض اباد او د شهر بزرګ، یفتل سفلی، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او ارګو ولسوالۍ.
۱۷- بادغیس -- مرکز قلعه نو او د آب کمري ولسوالۍ.

افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال لومړی پړاو د روان کال په سرطان میاشت کې تطبیق شو.

په دې پړاو کې د هلمند، هرات، لغمان او بلخ ولایتونو مرکزونه او له سروبي پرته د کابل، پنجشیر او بامیان ولایتونو امنیت له نړیوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

که څه هم ناامني، په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو نفوذ او د افغان ځواکونو د امکاناتو او تجهیزاتو کموالی هغه لویې ستونزې بلل کیږي، چې د دې پروسې په مخ کې خنډونه رامنځ ته کولای شي.

خو داسې ښکاري چې افغان دولت او نړیواله ټولنه په هر صورت کې خپله پریکړه عملي کوي او له اعلان شوي پلان سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د ټول افغانستان امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی وي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG