د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د کرزي څرګندونې د واشنګټن پر وروستیو هڅو یوه ناڅاپي ضربه وه


وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال لیکي: د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي دا خبر چې که د امریکا او پاکستان تر منځ جنګ پیښ شي، افغانستان به د پاکستان ترڅنګ ودریږي، له ولسمشر کرزي سره د اړیکو ښه کولو لپاره د واشنګټن پر وروستیوهڅو یوه ناڅاپي ضربه وه.

ورځپاڼه زیاتوي، د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي د سلاکار یوه مرسیتال شیدا محمد ابدالي وروسته وویل، چې د ولسمشر خبرې تحریف شوې دي او د افغانستان په پالیسي کې د کوم تغیر څرګندونه نه کوي.

د وال سټریت ژورنال په لیکنه، ولسمشر کرزي او امریکا په څو وروستیو اونیو کې پاکستان تر فشار لاندې کړي وو ترڅو په قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو چې په افغانستان کې پر نړېوالو ځواکو تر ټولو خطرناکې حملې کوي، د پټو ځایونو مسله یوطرفه کړي.

افغان چارواکو پاکستان، د افغانستان د سولې دعالي شورا د پخواني مشر برهان الدین ربانی په قتل کې په لاس درلودو تورن کړی دی. البته ، پاکستاني لوري دا تورونه رد کړي دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي، ولسمشر کرزي هند ته په خپل وروستي سفر کې له دې هېواد سره چې د پاکستان پخوانی رقیب دی، د ستراتیژیکو همکاریو یو تړون وکړ . په اسلام اباد کې چارواکې دې ته د سیاسي انتقام په سترګه ګوري.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ جیو ټلویزیون ته په مرکه کې وویل، چې امریکا به هیڅ هېواد ته دا اجازه ورنه کړي چې خپله خوښه پر افغانستان تحمیل کړي.

ولسمشر کرزي جیوټلویزیون ته په مرکه کې وویل:

افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي، لطفا له هغو لارو او وسایلو چې موږ او تاسې دواړه ځوروي لاس واخلي او راځﺉ چې یوه نوې همکاري په خپلو کې رامنځ ته کړو.

ایرو ایشیا ویو:

د ایرو ایشیا ویو خپرونې بیا په افغانستان په خپله وروستۍ مقاله کې، په کابل کې د هغو دوو فلمونو په خپریدو د بندیز په اړه لیکنه کړې چې په ایران کې جوړ شوی وو.

یوه فلم په ایران کې د نویمې لسیزې په کلونو کې، د افغانانو د مشکوکو قتلونو کېسه شوې وه.

په دې فلم کې ویل شوي وو، چې ایراني عسکرو د هغو شپږ سوه افغانانو په وژلو کې لاس درلود چې په ایران کې یې د سفید سنګ په نوم د ګډوالو په کمپ کې غذايي اعتصاب کړی وو.

دا فلم د ایران جنګي الوتکې ښيي چې له پاسه ددې مهاجرو پر دې کمپ ډزې کوي.

د ایرو ایشیا فیو په لیکنه، ایراني مقاماتو کله هم د سفید سنګ د پيښې په اړه خپلواکو تحقیقاتو ته اجازه ورنه کړه نو له دې امله د دې پيښې واقعیت نه شي تاییدولای خو هغه کسان چې له دې پيښې ژوندي وتلي دي، له درد څخه ډکې او ترخې کېسې لري.

د دې فلم جوړونکې صدیق برمک ویلي: دا داستا باید وویل شي خو د ایران چارواکو د دې فلم د خپریدو د مخنیوي لپاره ډير فشار را وستی دی چې تر یوه حده موثر هم وو .

ایرو ایشایا فیو لیکې، ټاکل شوې وه چې د همسایه په نوم دا فلم د روانې میاشتې په پيل کې په مزار شریف کې د فلمونو په یوه فیستیوال کې خپور شي ، خو د ایران قنسولګری دا فلم غیر اسلامی بللی وو او د خپریدو مخنیوی وشو.

خپرونه د صدیق برمک په حواله لیکې: موږ په کابل کې له څو ټلویزیوني خپرونو غوښتنه وکړه چې دا فلم خپور کړي خو په وروستیو شیبو کې یې منفي ځواب راکړ.
XS
SM
MD
LG