د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۵

ترکيه: زلزلې تر ٢٠٠ زيات کسان مړه کړي دي


د ترکيې په جنوب ختيځ کې چې د يکشنبې د ورځې سختې زلزلې ځپلى- د ژغورنې چارې روانې دي، په دې زلزله کې په لسګونو ودانۍ نړېدلي او تر ٢٠٠ زيات کسان يې مړه کړي.

د ژغورنې عمله د دوشنبې په ورځ هم د ترکيې د جنوب ختيځ په لسګونو ويجاړو شويو ودانيو کې د راګيرو انسانانو د پيدا کولو لپاره په پلټنو بوخته وه، د ريشتر په کچه د ٧ اعشاريه دوه درجې په اندازه زلزلې د يکشنبې په ورځ په دې سيمه کې تر ٢٠٠ زيات کسان مړه او په زرګونو نور بېکوره کړل.

د ترکيې په وان ښارګوټي کې چې اکثريت اوسېدونکي يې کردان دي تېره شپه خلکو د زلزلې د زورورو ټکانونو له وېرې سړه شپه دباندې تېره کړه، اټکل شوى چې په راروانو ورځو کې به په دغه سيمه کې واوره هم واورېږي.

له يکشنبې راهيسې پلټونکې او ژغورونکې ډلې په وان ښارګوټي او ارجيس سيمه کې د نړېدلو ودانيو له ويجاړيو څخه د انسانانو په ايستلو بوخت دي. دوى تېره شپه د لاسي څراغونو په رڼا کې په کار بوخت وو او برېښنا د جنراټورونو په مرسته برابره شوې وه، ځکه د عمومي برېښنا جريان قطع شوى دى.

د ژغورنې دغه هڅې ځکه لا په بشپړه توګه بريالۍ نه دي، چې لا هم تر حد زيات خلک په بد وضعيت کې تر ويجاړو ودانيو لاندې بند پاتې دي:

”زه او زما ورور [په ارجيس سيمه کې] تر دغو ويجاړيو لاندې راګير پاتې وو، زه ژوندى وژغورل شوم، خو زما ورور لا هم تر ودانۍ لاندې بند پاتې دى”

د ترکيې د کورنيو چارو وزير ادريس نعيم سهين د دوشنبې پر سهار وويل چې له ملااذان راهيسې د ٢١٧ کسانو مړينه تاييد شوې، په دې کې ١٠٠ تنه په وان ښارګوټي او ١١٧ تنه نور په ارجيس سيمه کې مړه شوي دي.

سهين وويل چې په ارجيس کې چې ويجاړې بېحد زياته ده شا و خوا ٨٠ دنګې ودانۍ نړېدلي، ده وويل چې د نژدې ٤٠ ودانيو په ويجاړيو کې به لا هم ځينې ژوندي کسان بند پاتې وي.

ژغورل شوي کسان وايي په نړېدلو ودانيو کې ګڼ ژوندي کسان بند پاتې دي:

”واقعاً وضعيت ډېر بد دى. زموږ ګڼ دوستان او خپلوان لا هم تر نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې دي، د هغوى په اړه هېڅ معلومات نه لرو“

د ترکيې حکومت له ٣٨ ښارونو په زرګونو ګرځنده يا سيار پلټونکي او ژغورونکي ګمارلي، شا و خوا ٦٥٠ ژغورونکي نن وختي په ارجيس او ٣٠٠ نور په وان ښارګوټي کې په کار بوخت وو.

د ترکيې پوځ وايي دوى هم د خپلو سرتېرو شپږ کنډکونه د ژغورنې او پلټنې په چارو کې د مرستې لپاره دغو زلزله ځپلو سيمو ته لېږلي دي.

د دغه هېواد صدراعظم رجب طيب اردوغان د شنبې په شپه وان ښارګوټي ته لاړ او خبردارى يې ورکړ، چې ښايي د مړو شمېر زيات شي.

په ترکيه کې د ازادۍ راډيو خبريال راپور ورکړ که څه هم ترکيه له اسرائيل سره ښې اړيکې نه لري بيا هم د يونان او اسرائيل له لوري د مرستې پېشنهادونه شوي، خو د ترکيې صدراعظم خبريالانو ته وويل چې د مرستو لومړني پېشنهادونه يې رد کړي دي:

”که چېرې اړتيا وه ترکيه به [له نورو هېوادونو] د مرستې غوښتنه وکړي. دا مهال د اذرباييجان، ايران او بلغاريا ډلې په سيمه کې کار کوي“

د ترکيې جنوب ختيځه برخه د دغه هېواد له خوارو سيمو ګڼل کېږي، چې څو لسيزې په کې د ترکيې د امنيتي ځواونو او کردي ياغيانو ترمنځ جګړې شوې دي.
XS
SM
MD
LG