د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د پکتیا محصلین:زموږ د پوهنتون ریس دې له دندې ګوښه شي


د پكتيا پوهنتون محصلان چې د پنجشنبې په ورځ يې د يوه احتجاج په ترڅ كې اووه تنه ملګري ټپيان شول، له افغان جمهور رييس، ولسي او مشرانو جرګې څخه غوښتنه كوي چې د پوهنتون د رييس په ګډون يې مرستيالان له دندو ګوښۀ كړل شي، خو زياتوي چې كه غوښتنې يې ونه منل شي، نو د لاريونونو پر ځاى به درسي اعتصاب وكړي.

دوى وايي چې د دغه پوهنتون د ضعف او وروسته پاتې والي اصلي عاملين د پوهنتون مشران دي او د پوهنتون رييس عبيدالله پريار او د هغه دوه تنه علمي او اداري مرستيالان بايد له دندو ګوښه كړل او په پوهنتون كې د راپورته شويو جنجالونو په اړه ځواب وركړي.

محصلان دا هم وايي چې په پوهنتون كې د راپيدا شويو ستونځو په اړه بايد دغه درې تنه همګټي عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او د ټولو هغو اختلاسونو او بې كفايتيو پوښتنه هم ترې وشي چې له امله يې د دغه پوهنتون علمي او اخلاقي حيثيت را ښكته شوى.

د ياد پوهنتون محصلانو خبردارى وركړ چې تر هغو پورې به د پوهنتون درسونو ته حاظر نشي، تر څو د دوى د غوښتنې سره سم د پوهنتون په اداره كې بدلون نه وي راغلى.

دوى وايي، د هغو ګڼو ستونځو له وجې چې پورته كسانو له لاسه راپيدا شوې، په درسي بهير او نورو برخو كې يې نيمګړتياوې رامنځته شوې او خبردارى يې وركړ چې كه غم يې ونه خوړل شي، نو درسي اعتصاب به وكړي.

بل خوا د طب پوهنځي يو تن محصل يوسف شور لخوا د پوهنتون پر مشرانو دا نيوكه هم وشوه چې په لوى لاس په پوهنتون كې په بېلابېلو نومونو ګروپونه جوړوي او محصلان په سمتونو او ډلو ټپلو وېشي

كه څه هم له ډېرو هڅو سره – سره مو ونشواى كولاى چې د محصلانو د نيوكو په اړه د پكتيا پوهنتون د رييس عبيدالله پريار نظر هم واخلو، خو نوموړي نږدې يوه اوونۍ وړاندې له ازادۍ راډيو سره په يو ناخپره شوې مركه كې د ډېرو ستونځو موجوديت منلى او ويلي يې دي چې د محصلانو بدل اعاشه رښتيا هم درې مياشتې ځنډېدلې او همدا ډول د پوهنتون لپاره د كافي پرسونل په پيدا كولو كې هم پاتې راغلى.

خو محصلان د بدل اعاشې د ځنډېدو په اړه دا وايي چې د پوهنتون رييس او د هغه دوو مرستيالانو فدا محمد فدا او سيد محمد مل په دغو پيسو شخصي تجارتونه پيل كړي دي او محصلانو ته خپل حق په خپل وخت نه وركوي.

دا چې د محصلانو دغه نيوكې څومره پر ځاى او رښتيا دي، په اړه مې په پكتيا كې د مدني ټولنو يو تن فعال محمد اسمعيل لاروى وپوښته.
نوموړي په ځواب كې راته وويل:

(( محصلان تر ډېر په حقه دي او لا هم هغه ستونځې پر ځاى پاتې دي چې كلونه وړاندې لا پكتيا پوهنتون ورسره مخ و، د دوى پر دې غوښتنه بايد فكر وشي چې د پوهنتون رييس او د هغه مرستيال دې له كاره ګوښه كړل شي. دا چې په تېرو كلونو كې دغه ستونځې هوارې نشوې، نو له دې وروسته يې هم امكان نشته، نو زه هم د پوهنتون د مشران له ګوښه كېدو سره موافق يم.))

پكتيا پوهنتون چې په ۱۳۸۲ لمريز كال تاسيس شوى او له هماغه وخته راهيسې يې رهبري د يوې ډلې محدودو مامورانو په لاس كې ده، د ليليې نشتوالى، د اداري خونو، لاربراتوارونو، زراعتي فارمونو، مسلكي استادانو كموالى هغه نيمګړتياوې دي چې د محصلانو په وينا د ادارې د بې كفايتۍ او لوړو زده د وزارت د نه پاملرنې له امله لا هم په خپل حال پاتې دي.

پكتيا پوهنتون چې له جوړېدو څخه يې اته كال اوړي، دا مهال د تعليم او تربيې، كرنې، طب، انجينري او حقوقو پوهنځي لري او د دغو پينځو پوهنځيو لپاره يوازې دوه تدريسي بلاكونه او د نجونو لپاره يو كوچنۍ ليليه لري.

بل خوا بيا تېر كال له پكتيا پوهنتون سره د اريانا په نوم د يو شخصي پوهنتون له يو ځاى كېدو وروسته د محصلانو شمېر له څۀ بآندې ۱۲۰۰ تنو خخه ۳۰۰۰ تنو ته زيات شو او هم مهاله ورسره د پوهنتون په بېلابېلو برخو كې شته ستونځې نورې هم زياتې شوې.

كه څۀ هم پكتيا هغه سيمه ده چې يو وخت پكې خلكو خپل زامن له جومات پرته ښوونځيو ته نه پرېښودل، خو اوس ډېر خلك خپلو لوڼو، خويندو او زامنو ته اجازه وركوي چې د ښوونځيو، تر څنګ په پوهنتون او حتى شخصي كورسونو كې خپلې زده كړې تر لاسه كړي.

راپور – لمر نيازى
XS
SM
MD
LG