د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

"په پاکستان کې د تشدد له لارې مبارزه غندو"


د جماعت العلمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمن
د جماعت العلمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمن
د جماعت العلمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمن چې دی او ګوند یې د طالبانو له کلکو پلویانو څخه شمېرل کېږي، پرون اعلان وکړ چې د تشدد له لارې مبارزه غندي.

مولانافضل الرحمن وویل، چې د ده ګوند به د پاکستان د اساسي قانون مطابق له ډیموکراتیکو لارو چارو، د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره چې په دې هېواد کې د اسلامي شریعت انفاذ دی، مبارزه وکړي. ده د هغه سند یادونه وکړه چې د ده په وینا د پاکستان ټولو مذهبي ګوندونو په ګډه خپور کړی دی:

(په دې سند کې د ټولو اسلامي ګوندونو ګډ پرېکړه راغلې او هغه دا چې موږ د اساسي قانون او د هېواد د نورو قوانینو په چوکاټ کې د غیر وسله والې مبارزې غوښتونکي یو.

د دېوبندي مکتب د عقایدو له مخې پر دې موافقه وشوه، چې موږ به په پاکستان کې، د وسله والې مبارزې پرځای د اساسي قانون او سیاسي پخلاینې لاره تعقیبوو. جماعت العلمای اسلام په پاکستان کې د دیني عالمانو تر ټولو لویه ټولنه ده.)

فضل الرحمن چې دی او ګوند یې د طالبانو د رژیم له سرسختو پلویانو څخه و، یوې لویې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو په وړاندې د طالبانو د جګړې په اړه هم نظر څرګند کړ، ویې ویل چې دوي د افغانستان پر خلکو خپل نظر نشي تحمیلولای خو زیاته یې کړه چې د اسلام او له امریکا سره د مخالفت په برخه کې د هغوي ملاتړ کوي.

مولانافضل الرحمن وویل، دا د افغان طالبانو خپل کار دی چې په څه ډول له امریکایانو سره جګړه کوي، خو برعکس د پاکستان د حکومت پر ضد د پاکستاني طالبانو د مبارزې په اړه ده بل نظر ورکړ او ویې ویل، په پاکستان کې د طالبانو کوم منظم او یو موټی تحریک نشته.

د سیاسي چارو کارپوه او د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر محمدزبیر شفیقي په دې نظر دی چې د پاکستان سیاسي تنظیمونه په افغانستان کې د جګړې په دوام کې دوه ګونی رول لوبوي.

ښاغلي شفیقي هیله څرګنده کړه، چې د افغان دولت وسله وال مخالفین به هم د پاکستان د مذهبي ګوندونو په څېر په لومړي ګام کې، د خپل هېواد ګټو ته اهمیت ورکړي.

پر پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو له زیاتېدو وروسته د پاکستان تقریباً ټولوسیاسي او مذهبي ګوندونو د واشنګټن په وړاندې له خپل حکومت او پوځ سره یووالی څرګند کړ.

دا یووالی د ټولو ګوندونو په کنفرانس کې چې څه موده مخکې د پاکستان صدراعظم یوسف رضاګېلاني رابللی و، په ډېر وضاحت سره څرګند شو او داسې ښکاري چې د مولانافضل الرحمن د پرونۍ وینا هدف هم له حکومت او پوځ سره د مذهبي ډلو د یووالي څرګندول و.
XS
SM
MD
LG