د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

"امنیتي مسولین دې پرته له اجازې د بهرنيو رسنیو استازي نه راپریږدي"


د مشرانو جرګې اداري پلاوي له امنیتي مسئولینو وغوښتل، چې وروسته له دې دې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د اداري پلاوي له مخکېنۍ اجازې پرته د بهرنیو رسنیو استازي د جرګې د غونډو تالار ته نه پریږدي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې دغه غوښتنه وکړه، چې د صداو سیما په نوم د یوې ایرانۍ خبري شبکې دوه تنه ژورنالستان د مشرانو جرګې د یوه غړي عبدالحنان حق ویون له خوا د غونډې له تالاره وویستل شول.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان له اجازې پرته د غونډې تالار ته د بهرنۍ رسنۍ د استازي داخلیدل غیرقانوني وباله، خو عبدالحنان حقویون بیا په خاصه توګه له ایرانۍ رسنیو سره مخالفت وښود.

ځینو سناتورانو همدا راز ویل، چې د مشرانو جرګې غونډې ته په خپل سر د بهرنیو رسینو د خبریالانو ننوتل امنیتي خطرونه پیښولای شي.

مشرانو جرګې د دې جرګې امنیتي او مطبوعاتي مسئولین هم له همدې امله خپلې غونډې ته د تحقیق لپاره ور وغوښتل چې ولې د یوې ایرانۍ رسنۍ ژورنالستان په خپل سر دې جرګې ته ورغلي و، د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل:

(نه د امنیت رئیس، نه د مطبوعاتو او نه هم د دارالانشا رئیس چې مسئول کسان دي، موږ ته خبر راکړی و چې د دې رسنۍ استازي راځي.

د دوي د راتګ څرنګوالی باید روښانه شوی و، ځای یې مشخص شوی و، وخت یې مشخص شوی، چې دوي له بده مرغه په دې اړه د مجلسینو له اداري پلاوي سره مشوره نه وه کړ.)

خو د صدا و سیما ایرانۍ شبکې افغان کارکووونکې علي رضا شریفي چې له غونډې ویستل شوی و، خبریالانو ته وویل، د سناتورانو چلند ورته حیرانوونکې و ځکه چې دوی له یوه کال راهیسې د ملي شورا د مجلسونو د غونډو راپور ورکوي،هغه خبریالانو ته وویل، چې دوي ملي شورا ته د داخليدو اسناد لري.

د افغانستان په ملي شورا کې پخوا تر دې د کوم بهرني هېواد د رسنۍ له خبریالانو سره داسې حساسیت نه وه ښودل شوی.

خو پخوا تر دې پر ایران دا تورونه هم لګیدلي چې د افغان حکومت په بیلابیلو ادارو کې د نفوذ د پیدا کولو هلې ځلې کوي، هغه تورونه چې په ځینو مواردو کې د افغان چارواکو له خوا رد شوي دي.
XS
SM
MD
LG