د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

"کرزی دې په خپل بهرني سیاست کې له ملي شورا سره مشوره وکړي"


که څه هم افغان چارواکي له جیو ټلویزیون سره په مرکه د ولسمشر کرزي څرګندونې تحریف شوې بولي، خو دې مرکې په هیواد کې دننه په بیلابیلو کچو له سختو انتقادونو سره مخ شوې.

د پاکستان دغه ټلویزیوني شبکې د ولسمشر کرزي دا مرکه د شنبې په ورځ خپره کړه، چې پکې ولسمشرد یوې پوښتنې په ځواب کې د جنګ په صورت کې د پاکستان د خلکو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي او کتونکي د ولسمشر دا څرګندونې دده خپل شخصي نظر بولي او وایی، چې دا د خلکو استازیتوب نشي کولې.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه په خپل غبرګون کې ولسمشر ته سپارښتنه کوي، چې لږ تر لږه د خپل بهرني سیاست په اړه باید له ملي شورا سره مشوره وکړي:

(په تیره یوه اونۍ کې د ولسمشر کرزي څو ډوله څرګندونې له یوې خوا د خلکو روحیه ماتوي او له بل لوري د افغانستان په بهرني سیاست کې د بې باورۍ څرګندویی کوي.

د خلکو د یوې استازې په توګه زما باور دادې، چې ولسمشر باید د خپلو سیاستونو او په تیره بیا په خپل بهرني سیاست کې د هېواد له ملي شورا سره مشوره وکړي.)

میرمن کوفي د ولسمشر د دا ډول څرګندونو یو اساسي علت په افغان حکومت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې نفوذ بولي.

د جیو نیوز لخوا دا مرکه پداسې حال کې خپره شوې، چې د کابل او اسلام اباد او همداراز د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکي له یو نوي ازمیشت سره مخ دي.

له اسلام اباد سره د کابل او واشنګټن د اړیکو د خرابیدو یو اساسي علت د افغان دولت له وسله والو مخالفینو او په تیره بیا له حقاني شبکې څخه د پاکستان ملاتړ ښودلې کیږي.

افغان ولسمشر که څه هم پدې مرکه کې تر ډیره د پاکستان په روان سیاست انتقاد کوي او هغه د افغانستان او سیمې په زیان بولي، خو د یوې پوښتنې په ځواب کې بیا د پاکستاني خلکو د ملاتړ ډاډ ورکوي:

(ولسمشر وایی، که خدای مکړه کله هم د پاکستان او امریکا ترمنځ جګړه پیل شي، نو افغانستان به د پاکستان د خلکو ملاتړ وکړي، مونږ ستاسو وروڼه یو.

لکه څرنګه، چې پاکستان مونږ ځای او کور را کړ او په عزت سره مو د مهاجر په توګه ژوند وکړ، که په پاکستان څوک حمله وکړي او د پاکستان خلک مرسته وغواړي نو افغانستان به ددوی مرستې ته تیار وي.

افغانستان به هیڅ کله هم له خپل ورور سره خیانت ونکړي.)

خو کله، چې د جیو خبریال دا پوښتنه د هند په اړه هم تکراروي، نو ولسمشر ورته بیا هم ورته ځواب ورکوي.

ولسمشر د امریکا او د هند په ګډون د ځینو نورو هیوادونو د کوم جنګ په وړاندې د پاکستان ملاتړ پداسې حال کې کړې، چې له دغو دواړو هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو هڅې روانې دي.

له بل لوري د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بیا په رسنیو کې د ولسمشر کرزي څرګندونې، چې پدې مرکه کې کړي تحریف شوې وبللې.

افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اړیکو زیاتې لوړې ژورې تجربه کړي او کله هم ددوی ترمنځ د باور عمده فضا نده رامنځ ته شوې.

افغان ولسمشر هم پدې مرکه کې د پاکستان په سیاستونو انتقاد کوي او وایی، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته یی پناه ورکړې، دوی روزي او سمبالوي.

خو ځینو وروستیو پيښو، چې پکې یو شمیر چارواکي او د سولې د عالي شورا مشر ووژل شول، د پاکستان په وړاندې دومره حساسیتونه رامنځ ته کړي، چې ان د ولسمشر کرزي دا څرګندونې هم دده خپل شخصي نظر بولي.
XS
SM
MD
LG