د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

"په ۸ولایتونو کې به د ړندو کسانو د درملنې پروګرام پلي شي"


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په اتو ولایتونو کې د ړندو کسانو د درملنې پروګرام پلي کوي چې، دا مهال په ټول هېواد کې څلور لکه کسان د نه لیدو له ناروغۍ سره مخ دي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ډاکتر ثریا دلیل د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه شمېر ړندو کسانو زیاته برخه د درملنې وړ ده.

میرمن دلیل زیاته کړه، هڅه کوي د ټولو هغو ړندو کسانو درملنه وکړي چې درملنه یې امکان ولري:

(د هېواد یونیم تر دوه فیصده خلک د نه لیدو له خطر سره مخ دي، موږ په افغانستان کې څلورلکه ړانده کسان لرو او نږدې یو نیم ملیونه خلک د لیدو وړتیا نه لري.
او باید ووایم چې د دغو ناروغانو زیاته برخه د درملنې وړ ده.)

میرمن دلیل دغه څرګندونې هغه مهال وکړې، چې د ایټالیا د اونلوس موسسې د کابل اوهرات د سترګو له روغتونونو سره د سترګو د عملیاتولو د ماشین مرسته وکړه.

د ایټالیا دغې موسسې د دوه لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د کابل او هرات نور روغتونونو ته د سترګو د عملیاتو ماشینونه ورکړل.

د کابل د نور روغتون مشر ډاکټر برکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو ماشینونو په استعمال سره به د دوي کارونه د سترګو د درملنې په برخه کې معیاري او ګړندي شي:

(دا کاملا یو نوی پروسیجر دی، موږ د دې ماشین په مرسته د سترګو د پردې عملیات کوو، له دې سره موږ د ګاونډیو هېوادونو سیال شو.

په ټوله نړۍ کې د سترګو د پردې عملیات د همدې ماشین په مرسته کیږي، دغه ماشین یوه بله ځانګړنه هم لري هغه داده چې ،دده په مرسته مونږ کولای شو له عملیاته دوه ساته وروسته مریض له بستره رخصت کړو.

لنډه دا چې دا ماشین ډیرې ګټې لري او د لسو ورځو روزنې وروسته یې ډاکتران کولای شي چې استعمال کړي.)


له دې ماشینونو سربیره د ایټالیا دغې موسسې د لس زره عینکو مرسته هم وکړه چې په وړیا توګه به اړو کسانو ته ورکول کیږي.

د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې وویل په تیرو دولسو میاشتو کې د هیواد په شپاړسو ولایتونو کې د سترګو د درملنې ګرځنډه ټیمونو کار کاوه چې تراوسه یې اتلس سوه نابینا کسان بینا کړي دي.

دغه وزارت وایي دغو ګرځنده ټیمونو په همدغو ولایتونو کې پنځه زره عینکې هم په ناروغو کسانو ویشلي.

د عامې روغتیا له دې هلو ځلو سره سره بیاهم ځینې خلک شکایت کوي چې د سترګو د درملنې په برخه کې مسولین ډیرورو کار کوي او همدا ده چې دغه ناروغي په هیواد کې زیاته شوې ده.

دا چې ولې په افغانستان کې د ړندو کسانو شمیر زیات دی د عامې روغتیا وزارت یې د علت په اړه څه ونه ویل.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG