د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په لومړي ځل د سیمه ييزې موسیقۍ د بیا ژوندي کولو هڅې پیل شوې


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، هڅې یي پیل کړي دي چې د هېواد اصیله سیمه ایزه موسیقي له نابودۍ وژغوري.

په دې مقصد د یکشنبې په ورځ د کابل د بابر په بڼ کې د سیمه ایزې موسیقۍ په نوم یو دوه ورځینی سیمینار جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مشاور واحد نظري وویل، دوي د هېواد له کابو پنځه ویشتو ولایتونو مشهور سیمه ایز سندرغاړې، هنر مندان او سازغږوونکې دغه سیمینار ته بللې، تر څو د دوي، نظریات، انتقادونه او ستونزې یو له بل سره شریکې او داسې لارې چارې غوره کړي چې د هېواد اصیله سیمه ایزه موسیقي بیرته را ژوندی شي:

«زموږ پر فرهنګ، فرهنګي تیری روان دی، موږ غواړو په کابل او ولایتونو کې د محلي موسیقۍ هنرمندان او سازغږوونکو ولټوو، راټول یي کړو، یو مرکز ورته جوړ کړو، یو قانون ورته تصویب کړو، ترڅو د دوي ستونزې وڅیړو، د مرستې لارې ورته اوارې کړو او بیرته یي فعال کړو، ترڅو ملي موسیقۍ چې زموږ رنګ او بوي لري بیرته را ژوندی کړو.»

په جوړ شوي سیمینار کې، د موسیقۍ د متخصصینو له خوا د دې موسیقۍ پر تاریخ، ودې، ستونزو او زوال، په لسګونوعلمي مقالې هم ولوستل شوې.

متخصصینو ویل، په هېواد کې دیرش کلنو جنګونو، د هېواد د نورو ارزښتونو په شان د سیمه ایزې موسیقۍ بنیادونه هم ونړول او سربیره پردې، د دې څانګې ډیرو سندرغاړو، سازغږوونکو او هنرمندانو د اقتصادي ستونزو له امله ونه شول کړای چې، د هېواد د خلکو د کلتور دغه اصیله برخه ژوندی وساتي.
د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیي ريیس حیات ګردیزي وویل دا د دولت او نورو بهرنیو بنیادونو کار دی، چې هنرمندانو سره مرستې وکړي
د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیي ريیس حیات ګردیزي وویل دا د دولت او نورو بهرنیو بنیادونو کار دی، چې هنرمندانو سره مرستې وکړي

سندرغاړو ویل، ستونزو دومره بوخت ساتلي چې نږدې ده ، له زده کړې ښکلي فن او هنر څخه لاس واخلي.

دوي ویل ، دولت له دوي او د دوي د هنر د خوندي کېدو لپاره مخکې له دې هم ژمنې کړي، خو پوره کړي یي نه دي، دوي هیله ښوده چې دولت دا ځل په دې لاره کې عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیي ريیس حیات ګردیزي وویل:

« دا د دولت او نورو بهرنیو بنیادونو کار دی، چې هنرمندانو سره مرستې وکړي، هنرمندان اوس مهال ډوډۍ نه لري، نو هنر به څنګه فعال کړي.

دا سیمینار هغه وخت اغیزمن کېدای شي، چې پر پریکړو یي عمل وشي، هیله ده دولت یي عملي کړي.»

د سیمه ایزې موسیقۍ سندرغاړو او سازغږوونکو ویل، د هېواد پر فرهنګ له ختیځو او لودیځو هېوادونو بریدونه په تیزۍ سره جاري دي او که مخنیوي ته یي تدابیر، ونه نیول شي، دا ویره شته، چې د ا هنر په راتلونکو څو کلونو کې د خلکو هیر شي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دې هنر د ژوند پاتې کېدو لپاره د دوي روانه هڅه اخري نه ده، بلکې په دې لاره کې به نورې هڅې هم وکړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG