د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

په پکتیا کې یو ورزشي لوبغالی جوړ شو


د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې يو لوی ورزشي لوبغالی چې په ۱۳ جريبه ځمکه کې جوړ شوى، د دې ولايت د چاروا کو له خوا يې پټۍ پرې او رسماً پرانیستل شوو .

دغه لوبغالى د ګردېز ښار په شمال کې د تېرې په نوم د نوي ښارګوټي په يوه څنډه کې جوړ شوى، چې د پکتيا ولايت د چاروا کو له خوا د ځانګړېو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د پکتيا ولايت د المپيک امر محمد امين عالم يار د دغه نوي لوبغالي په اړه وايي، چې په دې لوبغالي يا سټوډيوم نږدې اووه سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د نشه يي تو کو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوې.

عالم يار زياتوي چې په دې لوبغالی کې د فوټبال، واليبال، ځغاستې او باسکیټبال ځانګړي ميدانونه جوړ شوي دي،هغه زياته کړه:

(( په دغه سټوډيم کې مختلفې لوبې تر سره کيږي،د ځغاستې ،فوټبال ،والېبال او باسکټبال د لوبو لپاره ځايونه لري او رزمي لوبې هم پکې کېدلى شي.))

د دې ولايت لوبغاړي بيا د سټډيوم په جوړېدو د خوښۍ احساس کوي او وايي، چې پکتياوالو ته يوازې يو لوبغالى بسنه نه کوي او د لوبو په ډګر کې بايد دوي ته نور کار هم وشي.

د ګردېز ښار څو تنو لوبغاړيو د سټوډيوم د جوړېدو په اړه خپل احساسات داسې راسره شريک کړل،يو تن لوبغاړي زاهد ځلاند وويل:

((دا چې په پکتيا کې نن ورزشي سټوډيم جوړ شو، موږ په دې باندې ډير خوښ يو.

چاروا کي او ادارې بايد له دوي سره نورې مرستې هم وکړي او د کري کټ په شمول نورو لوبو ته هم ځانګړي ميدانونه جوړ کړي))

يو بل لوبغاړى اسدالله وزيري هم د سټوډيوم په جوړېدو خوښ دى:

(( دا نن چې کوم سټډيم افتتاح شو، دا د ورزشکارانو له پاره لوی سهولت دی، دا يو غټ برياليتوب دی د ورزشکارانو له پاره.))

بل خوا بيا د پکتيا ولايت د کريکټ بورډ ولايتي مسوول نيازالله وايي، لا هم د ډېرو مختلفو لوبو لپاره د ځانګړيو ميدانونو اړتيا شته، ځکه هغه داسې لوبې دي چې په دې سټوډيوم کې نشي تر سره کېداى.

هغه غوښتنه کوي چې دا مهال د نورو ټولو لوبو د لوبغاړو پرتله د کريکټ لوبغاړي زيات شوي دي، نو د نوموړي په خبره چې بايد د کريکټ لوبغاړو لپاره هم د يو مناسب ميدان د جوړولو هڅې وي،نوموړي وويل:

((دغه سټوډيوم باندې ډېر خوښ يو، خو په پکتيا کې ورزشونه ډير زيات دي، دلته د کرکټ ميدان هم نشته د هاکي هم، موږ د دولتي چاروکو څخه داغوښتنه لرو ،چې دلته بايد د کريکټ يو ميدان او يوه اکاډمي جوړه کړي او د هاکي لپاره هم ورته څه وکړي .))

د لوبغاړو دې غوښتنو ته په ځواب کې بيا د پکتيا د المپيک امريت چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړې چې د کريکټ لوبغاړو لپاره چې شمېر يې تر نورو زيات شوى، په جلا ډول يو معياري ميدان جوړ کړي.

په ګردېز کې دغه لوبغالى په داسې حال کې جوړېږي چې د مرکز په نسبت په ځينو ولسواليو کې د ورزش کارانو شمېر څو برابره زيات دى، خو د لوبغاليو تر څنګ لومړني سپورتي امکانات هم په واک کې نه لري.

د دې تر څنګ د دغه نوي جوړ شوي سټوډيوم پر کيفيت هم نيوکې کېږي چې د ورکړل شوې بوديجې څخه پرې يوازې درېمه برخه پيسې لګول شوې.

راپور- لمر نيازى
XS
SM
MD
LG