د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

"د کرزي څرګندونې به د هیلري کلنټن پر سفر منفي تاثیر وکړي"


د سیاسي چارو کارپوه او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزی
د سیاسي چارو کارپوه او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تیره شپه د پاکستان له مشهور تلويزيوني چینل سره په یوه مرکه کې وویل، چې که د امريکا او هند په ګډون هر بل هېواد پر پاکستان حمله وکړي نو افغانستان به له پاکستان سره اوږه په اوږه ودریږي او ملاتړ به یې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې یواځې یوه ورځ وړاندې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره د افغانستان او طالبانو په موضوع له یوه سخت پيغام سره اسلام اباد ته تللې وه.

د کرزي پر دغو څرګندونو یو شمېر خلکو نیوکې کړي او هغه یې د افغانستان په زیان او د پاکستان په بې سارې ګټې بللي.

پر همدې موضوع په پيښور کې د ازادۍ راډیو خبريال مجيب الرحمان انګار د سیاسي چارو له کارپوه او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزي سره یوه تفصیلي مرکه کړې او په پيل کې یې د کرزي د دې څرګندونو په باب د هغه نظر پوښتلی.

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
XS
SM
MD
LG