د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ليبيا نن په رسمي ډول خپلواکي اعلانوي


د ليبيا نوي چارواکي نن په رسمي ډول د خپل هېواد خپلواکي اعلانوي، چارواکي وايي د دغو مراسمو لپاره خاص تدابير نيول شوي دي.

تمه کېږي د ليبيا نوي چارواکي نن په رسمي ډول د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړي.

ملي انتقالي شورا چې دا مهال د ليبيا رهبري کوي، ويلي، د خپلواکۍ تر اعلان وروسته به په يوه مياشت کې دننه نوى موقت حکومت اعلان کړي او په اتو مياشتو کې به د اسمبلۍ انتخاباتو ته زمينه برابره کړي.

د انتقالي شورا وياند عبدالرحمن بوسين وويل د نن ورځې د مراسمو لپاره تدابير نيول شوي دي.

تمه کېږي د خپلواکۍ دغه اعلان په پيل کې له ختيځ ښار بن غازي څخه وشي، هغه هم د دې هېواد د پخواني مشر معمر القذافي تر وژنې درې ورځې وروسته.

قذافي د پنج شنبې په ورځ ووژل شو، خو په ويډيوګانو کې ښکاري چې قذافي خپل پلرني ټاټوبي سرت ښار ته نژدې د انتقالي شورا د ځواکونو له لوري تر نيول کېدو وروسته لا ژوندى و، اوس يې داسې پوښتنې پيدا کړي چې ښايي د نيونې پر وخت وژل شوى وي.

د نورو سازمانونو تر څنګ د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرې ناوې پيلې او د بخښنې نړيوال سازمان د قذافي د وژنې د قضيې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د ليبيا د موقت حکومت مشر مصطفى عبدالجليل پرون وويل چې د قذافي د وژنې د قضيې په باب تحقيقات پيل شوي دي.

راپورونه وايي تر اوسه پورې د ليبا نوي چارواکي نه دي سلا شوي چې د قذافي مړى کله او چېرې خاورو ته وسپاري.

تر پرونه پورې د هغه مړى د مصراته ښار په يوه تجارتي مارکېټ کې په يوه تجارتي يخچال کې پروت و، چې خلک يې نندارې ته ورتلل.

په عين حال کې پر دې مسئله هم اختلافات شته چې ايا د قذافي پر مړي د عدلي طب معاينات وشي که څنګه. په مصراته کې يوه پوځي قوماندان ويلي چې د قذافي پر مړي به دغه معاينات ونه شي، خو بي بي سي ته د انتقالي شورا د بهرنيو چارو وياند احمد جبريل ويلي د قذافي پر بدن معاينات پرون وشول.

هاخوا د ليبيا د پخواني مشر معمر القذافي قومیانو، له ملي انتقالي شورا څخه غوښتي چې د نوموړي مړی دې دوى ته وسپاري ترڅو د هغه په پلرني ټاټوبي سرت ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

د قذافی قومیانو پرون په یوې اعلامیې کې ویلي:

“موږ له ملګرو ملتونو، د اسلامي کنفرانس له سازمان او د بخښنې له نړيوال سازمان څخه غواړو چې د لیبیا ملي انتقالي شورا مجبوره کړي، د شهیدانو مړي زموږ قوم ته وسپاري او اجازه دې ورکړي چې جنازه یي د اسلامي اصولو پر اساس خاورو ته وسپارو”.
XS
SM
MD
LG