د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

امريکا د ازبکستان له لارې اکمالات زياتوي


چارواکي وايي امريکا هڅه کوي په افغانستان کې دېره امريکايي پوځيانو ته د ازبکستان له لارې اکمالات زيات کړي، دوى وايي د اکمالاتو لپاره پر پاکستان زياته تکيه نه شي کولاى.

يوه امريکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وويل، امريکا هڅه کوي په افغانستان کې دېره امريکايي پوځيانو ته د ازبکستان له لارې اکمالات زيات کړي ځکه چې امريکا تل د پاکستان پر اکمالاتي لارو تکيه نه شي کولاى.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هليري کلېنټن له پاکستاني چارواکو سره د پاکستان او امريکا پر زيانمنو شويو اړيکو تر خبرو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لاړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، خبريالانو ته وويل:

”د عمومي قاعدې په توګه موږ هڅه کوو د مرکزي اسيا او ازبکستان له طريقه زيات توکي ترلاسه کړو“

دغه چارواکي زياته کړه:

”موږ تل ويلي چې د پاکستان له لارې مو اکمالاتو ته ځکه ترجېح ورکوله، چې موږ ته ارزانه تمامېږي، بله دا چې لنډه لار ده“

دغه مقام وويل چې له منځنۍ اسيا څخه د اکمالاتو لار د بالتيک هېوادونو، روسيې او قزاقستان له طريقه تېرېږي او دا زموږ لپاره ښه شى دى چې په واک کې يې لرو“

د بهرنيو چارو وزارت دې چارواکي له پاکستان سره د امريکا زيانمنو شويو اړيکو ته په اشارې وويل چې که بله ورځ پاکستان د کمالاتو پر لارې محدوديتونه ولګول يا يې په بشپړ ډول وتړي، نو ښه دا ده چې د شمال له لارې اکمالاتو ته تيارى ولرو.

د شمال له لارې په افغانستان کې د دېره بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمالاتو پر لارو چارو په داسې حال کې خبرې کېږي، دا مهال زيات اکمالات د پاکستان له طريقه کېږي، چې وخت ناوخت پر دغو اکمالاتي کتارونو بريدونه کېږي.

دغه امريکايي چارواکي بيا هم اندېښنه وښوده چې ښايي د ازبکستان له لارې پر کېدونکو اکمالاتو هم طالبان بريدونه وکړي.

د ٢٠٠٩م کال په فبرورۍ کې له واشنګټن سره د اړيکو د ښه کولو په موخه د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف وويل چې دى به امريکا ته اجازه ورکړي چې د ازبکستان له لارې افغانستان ته غيرنظامي اکمالات وکړي.

بله خوا د امريکا د بهرنيو وزيرې پرون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو چې په منځنۍ اسيا کې پراته دي وغوښتل، په داسې حال کې چې امريکايي ځواکونه په راروانو درېيو کلونو کې خپلو کورونو ته ستنېږي د افغانستان په ودانۍ او امن کې خپل رول ولوبوي.

مېرمن کلېنټن په تاجکستان کې يوې غونډې ته وويل چې په سيمه ييز اقتصاد کې د افغانستان مدغم کول د جګړې له زيانونو څخه وتلو لپاره مهمه مسئله ده او دآ شا و خوا پرتو هېوادونو ته هم په ګټه ده.
XS
SM
MD
LG