د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د روان کال په پاى کې له عراقه ټول امريکايي پوځيان وځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلیر کنټن نن وویل، د روان کال په پاي کي له عراق څخه د امریکایي عسکرو له وتلو سره سره به، متحده ایالات د عراق ډموکراټیکي راتلونکي ته د پخوا په څېر پوره ژمن وي.

کلنټن تاجکستان ته د سفر پر مهال وویل، متحده ایالات به له عراق څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته، په سیمې کي خپل قوي حضور جاري وساتي. دا وایي، د امریکا متحده ایالات به د خپلو ګډو امنیتي ګټو د دفاع په مقصد، د خپلو متحدانو په څنګ کي ودریږي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د جمعي په ورځ اعلان وکړ چی د روان کال په پاي کي به له عراق څخه شاوخوا څلویښت زره امریکایي عسکر وباسي .

جمهور رئیس بارک اوباما وروسته له هغي له عراق څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان وکړ چي له عراقي چارواکو سره یي په عراق کي د پوځي روزونکو د پاته کیدو خبرې ناکامه شوې.
عراقي چارواکو د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چي وایي، په عراق کي دېره پوځيان باید له قانوني تعقیب څخه معاف وګنل شي.

له بلي خوا، د عراق حکومت د امریکایي عسکرو د وتلو هرکلی کړی او د عراق صدراعظم نوري المالکي په یوه بیان کي ویلي، له عراق څخه د امریکایي ځواکو په بشپړ وتلو سره به، د دواړو هیوادونو تر منځ د نويو ستراتیژیکو اړیکو د پیل لپاره لار هواره شي او دا به د عراق او امریکا دواړو په ګټه وي.
XS
SM
MD
LG